کابل کې د ناامنیو ولایتونو ښځينه زده‌کړیالانو د پوهنتون تبدیلۍ په اړه اعتراض کړی

کابل کې د یو‌شمېر ناامنیو ولایتونو د پوهنتونونو ښځينه زده‌کړیالانې په یوې اعتراضیه غونډه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د ناامنو ولایتونو له پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ اجازه ورکړل شي.

هېواد کې روانه جګړه د ۵۱ رسنیو د تړل کېدو لامل شوې

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر په هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره هم‌مهاله د رسنیزو فعالیتونو کمېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، روانې جګړې د رسنیو پر فعالیتونو سیوری غوړولی دی. د هغه په وینا، په هېواد کې د نښتو او طالبانو له لوري د بریدونو زیاتېدو له کبله ۵۱ رسنۍ تړل شوې دي.

په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې جګړه لا هم دوام لري

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام‌ولي افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

جنرال دوستم د شمال جګړه‌ییز وضعیت د بدلون په اړه ولسمشر ته طرحه سپاري

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې څه موده وړاندې د درملنې لپاره ترکیې هېواد ته تللي و، پرون بېرته هېواد ته راستون شو او وایي چې د شمال جګړه‌ییز وضعیت په اړه ولسمشر ته یوه طرحه سپاري. د جنبش ګوند ویاند ویلي چې له ولسمشر سره به په دې لیدنه کې د لاسه تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره د ولسي پاڅونوالو پر تجهیز هم خبرې وشي.