د افغانستان د ازدو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي چې طالبانو د روزګان ولایت د دهراوود ولسوالي له نیولو وروسته د «دهراوود غږ» راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې هم نړولې ده.

د نی په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، د روزګان د والي ویاند احمدشاه ساحل له قوله لیکل شوي چې طالبانو د یاد د دفتر له ویجاړولو وروسته د راډیو ټول وسایل هلمند ته لېږدولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نی د خبرپاڼې له مخې، که څه هم طالبانو ویلي و چې له خبریالانو، د رسنیو اړوندو ټولنو او بنسټونو سره کار نه لري، خو اوس لیدل کېږي چې دا ډله د خپلو خبرو پر خلاف روانه ده او وسله‌والو یې د رسنیو لوټلو او ویجاړولو ته مخه کړې ده.

نی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې د خبریالانو د ژوند او رسنیزو بنسټونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.



د نی خبرپاڼه لیکي، نړیوال بنسټونه، په تېره هغوی چې د سولې خبرواترو پر مېز ناست دي، باید طالبان وپوهوي چې د رسنیزو بنسټونو ساتل او د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.

نی د خبریالانو د ژوند او د رسنیزو سازمانونو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، څو «په رسمي ډول ډاډ ورکړي چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نه لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نی د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې مخکې هم د هرات د شینډنډ ولسوالي له نیولو وروسته د «طنین راډیو» وسایل لوټ او د دغې رسنۍ غږ یې د تل لپاره چوپ کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام