د سلام‌وطندار موندنې ښیي چې د وروستي یوه کال په ترڅ کې د بېلابېلو امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله ۳۰ رسنو خپل فعالیتونه دره ولي دي. دغه رسنۍ چې ۵ یې تصویري، ۹یې غږېزې او ۱۶یې چاپي دي په ۱۳ ولایتونو کې یې فعالیت کاوه.

د سلام‌وطندار د موندنو پراساس، د غږېزو رسنیو له ډلې دوه یې په هرات او ۳یې په پروان ولایت کې د یوه کال په ترڅ کې له نشراتو لوېدلي دي.

په همدې حال کې، په تېر یوه کال کې د تصویري رسنیو له ډلې، ۲یې په فاریاب، ۲ په بدخشان، یوه یوه په هرات او لوګر، یوه غزني او کندوز-کندهار کې هم یوه یوه رسنۍ په دې نه دي بریالي شوي چې خپل نشراتو ته دوام ورکړي او خپل رسنیز فعالیتونه وکړي.

بل‌خوا، په ولایتونو کې د رسنیو د مسوولان په وینا، په فراه، غور، نیمروز، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې له تېر یوه کال څخه راپدېخوا ۱۶چاپي رسنۍ په دې نه دي بریالۍ شوي چې خپل نشرات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د لاسته راغلو معلوماتو پر بنسټ، ډېری دغه رسنۍ چې فعالیتونه یې په ټپه درېدلي د هېواد په لوېدیځ زون کې دي.

په لوېدیځ زون کې «نی« یا د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مسوول حامد مومن وایي، هغه رسنۍ چې د تېر یوه کال په ترڅ کې له نشراتو لوېدلي شمېریې ۱۵دی چې ډېری چاپي رسنۍ دي. د نوموړي په وینا، بادغیس، غور او هرات هغه ولایتونه دي چې د دغو رسنیو فعالیتونه پکې په ټپه درېدلي دي.

د «نی» یا د افغانستان د ازاد رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس عبدالمجیب خلوتګر د رسنیو د تړلو لامل امنیتي او اقتصادي ستونزې بولي او وایي، که امنیتي او اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون رانشي، ښایي زیات شمېر رسنۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

د رسنیو د فعالیتونو له ودرېدو سربېره، په تېریوه کال کې د ناامنیو او ګواښونو ډېروالی د دې لامل شوی چې یو‌شمېر خبریالان خپلې دندې پرېږدي او یو‌شمېر هم له هېواد بهر کډوال شي.



 د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو پراساس، په تېرو شپږو میاشتو کې د رسنیو ۳۰۰ښځينه او ۷۰۰ نارینه‌وو کارکوونکو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپلې دندې پرېښي دي. په همدې موده کې بیا د رسنیو ۵۰کارکوونکي اړ شوي چې له هېواده بهر ولاړ شي.

 د  خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د خپرونو مسوول صدیق الله توحیدي، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ولي او دا له هېواد څخه د خبریالانو د تېښتې ستر لامل په کوته کوي.

نوموړی زیاتوي، د تېره کال د مې میاشتې څخه د روان کال تر مې میاشتې پورې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲ پېښې ثبت شوي چې دا ډېرې لوړې شمېرې دي. د هغه په خبره، د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې د ثبت شویو شمېرو له مخې، په همدې موده کې بیا له افغانستان څخه ۴۳ خبریالان اړ شوي چې بهر ته ولاړ شي او دغه شمېرې ښایي زیاتې وي، ځکه په وینا یې یو‌شمېر خبریالان پرته له دې چې دوی ته خبر ورکړي له هېواده بهر تللي دي.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو له پېل راهیسې، تاوتریخوالی او هدفي وژنې په کمساري توګه ډېروالی موندلی دی چې په دې ډول شرایطو کې تر ډېره خبریالان له جدي ګواښونو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام