لوی څارنوال ذبیح الله کلیم نن د « رسنیو فعالیتونو قانوني کولو او نشراتي کیفیت لوړولو مشورتي ناستې» ترعنوان لاندې په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې د رسنیو له لوري د رسنیزو جرمونو د مخنیوي په موخه باید د اطلاع رسونې په برخه کې یو لړ محدودیتونه رامنځ ته او په دې برخه کې باید یوه ځانګړې تګلاره جوړه شي.

د لوې څارنوال په وینا، د قانون پر وړاندې هیڅ ډله پورته نه ده او رسنۍ باید د خپرونو، خبرونو، اطلاعاتو او راپورونو خپرولو پر مهال د هېواد حساس وضعیت په پام کې ونیسي او هغه رسنیزه سرغړونه چې د قانون تر پښو لاندې کیدو لامل کیږي، پر وړاندې به یې قانوني چلن وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د رسنیزو جرمونو د مخنیوي په موخه، هغه څه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په ۱۶ ماده کې رامنځ ته شوی، وړاندیز کوم چې د اطلاع رسونې په برخه کې یوه روښانه تګلاره رامنځ ته شي.»

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په دغه خبري ناسته کې وویل چې د خبرونو په خپرولو کې دې افراط او تفریط نه کیږي. خو د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا «نۍ» اجراییوي رییس مجیب خلوتګر وايي چې له رسنیو سره د حکومت په نننۍ ګډه غونډه کې د اطلاع رسونې په برخه کې په یو‌شمېر محدودیتونو خبرې شوي چې دغه کار د مدني ټولنې او رسنیو له جدي غبرګون سره مخ شوی دی.



خلوتګر وايي په دې اړه د نن ورځې ناسته دا په ډاګه کوي چې حکومت د آزادیو محدودولو په لټه کې دی. هغه زیاته کړه: «فکر کوم موخه یې دا وه تر څو راشي او له رسنیو سره په سلا مشورو نوې خبرې ولري، دا چې رسنۍ محدودې شي خو د مدني ټولنې او رسنیو له جدي غبرګون سره مخ شول. د نن ورځې غونډه د دې ښکارندوي کوي چې حکومت د یو شمیر آزادیو محدودولو په لټه کې دی.»

په دغه خبري غونډه کې د پوځي رازونو افشا پر څرنګوالي هم خبرې وشوې. د دغې ناستې ګډونوالو همداراز وویل چې د بیان آزادۍ په پلمه نباید ملي ګټې په خطر کې ولوېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام