د طالبانو له لوري د جګړې د زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته، د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځو او د ژوند په نورو برخو کې طالبانو نوي قوانین او بندیزونه لګولي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د نویو بندیزونو د لګېدو د خبرونو له خپرېدو سره هم‌مهاله په ولسي جرګه کې د خلکو استازیو د طالبانو دغه کار ته غبرګون ښودلی دی.

 د ولسي جرګې غړی عبدالستار حسیني وایي، طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې پېغلې نجونې په  زوره نکاح کوي. د نوموړي په وینا، طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له ۱۵کلنۍ پورته ځوانې پېغلې او له ۴۵کلنۍ ښکته کونډې مېرمنې دې د طالبانو فرهنګي کمېسیون ته ور وپېژني، څو د دغې ډلې جنګیالیو ته یې په نکاح کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې دغه غړی له خلکو او ټولو سوداګرو غوښتنه کوي چې له امنیتي ځواکونو دې ملاتړ او د طالبانو پر وړاندې ملي پاڅون وکړي.

هغه زیاته کړه: «دا د طالبانو خبرپاڼه ده چې ویلي یې دي له دې وروسته خپلې ۱۴کلنې او کونډې مېرمنې د دغې ډلې فرهنګي کمېسیون ته ور معرفي کړئ. څو مجاهدینو ته یې په نکاح کړي. طالبان څه کاره دي چې د خلکو مېرمنې او لوڼې نورو ته په نکاح کوي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه بله غړې حلیمه صدف کریمي وایي چې د هېواد په شمال کې د طالبانو تر ولکې سیمو کې د خلکو ژوند په خراب وضعیت کې دی او دغې ډلې په خپلو سیمو کې نوي بندیزونه او قانونونه وضع کړي دي.

مېرمن کریمي وویل چې طالبانو په دغو سیمو کې پر مېرمنو د ژوند کړۍ راتنګه کړې او ولسي جرګه باید په دې برخه کې چوپه پاتې نه شي.  د نوموړې په خبره، طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د شمال سیمو هره کورنۍ باید له ۱۲کلنۍ څخه پورته عمر لرونکې نجونې د دې ډلې جنګیالیو ته په ور نکاح کړي.



هغه وویل، د ښځو پروړاندې  دغه ډول نوي قوانین او بندیزونه لګول، په مستیقمه توګه پر دوی تېری دی.

بل‌خوا په عامه اړیکو او سټراټیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې طالبان د زرکالو پخوا فکر سره جګړې ته را دانګلي دي.

د عمر په وینا، طالبان د ښوونځيو او نورو عامه تاسیساتو په ویجاړولو او پر خلکو د بندیزونو په لګولو سره، د جګړې او بشر حقونو څخه سرغړونې کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د یوې ټولنې په توګه یوه مبارزه لرو، د هېواد د راتلونکې، د هېواد ماشومانو، د هېواد د مېرمنو او ځوانانو لپاره، جګړه د دې لپاره ده. له بل‌خوا یوه ډله ده چې فکر کوي هر څه باید دوی په خپل زړه پر ټولنه  تحمیل کړي. که په روښانه یې ووایم، فکر یې د زرو کالو پخوانۍ فکر دی.»

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، هغه خبرپاڼې چې د طالبانو په نوم په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي حقیقت نه لري او دغه خپرپاڼې یې پروپاګنډا وبللې. نوموړي وویل، دوی یوازې له رسمي لارې هغه څه چې یې په تېرو شلو کلونو کې خپاره کړي، خپروي یې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام