له افغانستانه روسیې او منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د ورتګ په اړه اندېښنې

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکسانډر ګوربینکین روسي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیې ته د ترهګرو د ورتګ او نشه‌یې توکو د وروړلو په اړه اندېښنه لري.
نوموړي ویلي، اوس د افغانستان وضعیت نه شي اټکل کېدای چې په کومه روان دی او په خبره یې، دوی دغه وضعیت اندېښمن کړي دي.

پر رسنیو محدودیت به د رسنیو د سقوط لامل شي

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو پر وړاندې د نوې کړنلارې د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت غواړي رسنۍ محدودې کړي.

شنونکي: کابل کې د بهرنیو سفارتونو پرانېسته اسلامي امارت ته شین څراغ دی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي رسنیو ته ویلي چې یوشمېر هېوادونو تر اوسه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېستي او شمېر یې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
د هغه په خبره، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د جرمني په ګډون، ځينې اروپايي او ان د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانېزي.

وېسټ: په زور د طالبانو واک ته رسېدل د مرستو د بندېدو لامل شوی

اسلامي امارت چهارشنبه د امریکا کانګرېس ته په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصیدو غوښتنه وکړه. په دې لیک کې ویل شوي وو، که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل وساتي، افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ ناورین سره مخ شي.‌

ډیبورا لاینز نړۍ ته: افغانان یوازې مه پرېږدئ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، د دغه سازمان د امنیت شورا په ناسته کې یې ویلي چې په اوسنیو سختو شرایطو کې باید افغانان یوازې پرې نه ږدي.
هغه وايي، په افغانستان کې د ژمي موسم را روان دی او خلک یې نه یوازې له یخنۍ، بلکې د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخامخ دي. لاینز زیاتوي، د افغانستان اقتصادي وضعیت په سقوط کېدو دی او نړیوال باید له افغانانو سره د پام وړ مرستې وکړي.

شنونکي: افغانستان ته د ګاونډیو هېوادونو د پلاویو سفرونه بې ګټې دي

پرون ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی او له یو‌شمېر افغان چارواکو سره یې کتلي دي. قمي ځینو رسنیو ته ویلي، هیله لري په افغانستان کې داسې یو ګډ حکومت جوړ شي چې د ټولو په خوښه وي.

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه؛ قریشي: نړۍ دې له طالبانو سره جوړجاړی وکړي

د افغانستان په اړه د ترویکا غونډه نن د سیمې او نړۍ د ځانګړو استازو په ګډون په اسلام‌اباد کې جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره جوړجاړی وکړي.
نوموړي ویلي: «له افغانستان سره جوړجاړی باید نه یوازې دوام وکړي، بلکې د بېلابېلو دلایلو له کبله زیات شي.»

جوزجان کې زده‌کوونکو خپلې پنځونې نندارې ته وړاندې کړې

 په جوزجان کې د اتو دولتي او دوو خصوصي ښوونځیو نږدې ۱۰۰ زده‌کوونکو په یوه نندارتون کې خپلې پنځونې او علمي تجربې نندارې ته وړاندې کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. دغه نندارتون پرون په «ابن یمین شبرغان» ښوونځي کې د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وو.

خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

شنونکي: په دولتي ادارو کې بیړنی ادلون بدلون حکومتولي اغېزمنوي

اسلامي امارت پرون ورځ د یوشمېر ولایتونو والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې ورته اقدامات شوي، بلکې تر دې وړاندې هم په یوشمېر دولتي ادارو کې ټاکنې شوې وې.

د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.

مدني فعالان د هدفي وژنو له دوام څخه اندېښنه څرګندوي

یو‌شمېر مدني فعالان د هېواد په کچه په وروستیو اوونیو کې د هدفي بریدونو او د مدني فعالانو له دوامداره وژنو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې له جدي ګواښ سره مخ دي او ټينګار کوي چې هېڅ بنسټ او اداره یې وضعیت ته پاملرنه نه کوي او د روان وضعیت دوام او د ګواښونو شتون به د دوی غږ غلی کړي.

بلخ کې وزګارتیا د سوالګرو شمېر ډېر کړی

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.