د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې د رسنیو مسوول مسرور لطفي د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د رسنیو پر وړاندې د نوې کړنلارې د خپرېدو په غبرګون کې ویلي، اسلامي امارت غواړي رسنۍ محدودې کړي.

لطفي سلام‌وطندار سره د خبرو پرمهال وویل، دغه ډول محدودیت او فشار د رسنیو په خپرنیز پوښښ منفي اغېز کوي او رسنیزه ټولنه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو مسوول وايي، په داسې حال کې چې د رسنیو پر وړاندې مناسبه حقوقي کړنلاره شتون نه لري، پر رسنیو فشار، د بیان ازادۍ ته زیان رسوي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د غبرګون ترڅنګ، د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر کارونکو هم د اسلامي امارت له نوې اعلان شوې کړنلارې څخه اندېښنه ښودلې.

د ټولنیزو شبکو کارونکي وايي، په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو وضعیت نور هم خرابېږي، خو اسلامي امارت د ستونزې د حل پر ځای، رسنۍ تر موخې لاندې راوستي.

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت اته ماده‌ییز دستورالعمل کې له رسنیو غوښتل شوي چې ښځینه خبریالانې باید اسلامي حجاب مراعت کړي او ښځې دې د ټلویزیون تمثیلي خپرونو او فلمونو کې حضور څخه ډډه وکړي.

په ورته مهال د اسلامي شریعت خلاف بهرني سریالونه دې نه خپرېږي او رسنۍ دې هغه خپرونې نه خپروي چې دین او انساني کرامت ته په کې سپکاوی کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغه دستورالعمل کې د هغو سریالونو او پروګرامونو خپرېدل هم ممنوع اعلان شوي چې د انبیا او صحابو رول په کې تمثیل شوی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام