Asset 1SWN

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ نی: د خبریالانو فعالیت دې د بشري‌حق په توګه تضمین شي

TOPSHOT - A member of the Taliban special forces pushes a journalist (L) covering a demonstration by women protestors outside a school in Kabul on September 30, 2021. (Photo by BULENT KILIC / AFP) (Photo by BULENT KILIC/AFP via Getty Images)

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) نن چهارشنبه د غويي ۱۳مه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د رسنیو او خبریالانو ازاد فعالیت باید افغانستان کې د یوه بشري حق په توګه تضمین کړل شي.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې په هېواد کې د رسنیو خپلواک فعالیتونه له ستونزو او ننګونو سره مخ شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نی د خبرپاڼې له مخې، د تېرو دوو لسیزو پر مهال افغانستان کې د خپلواکو رسنیو فعالیت، د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی له لویو لاسته‌راوړنو څخه دي.

په ورته د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ (نی) همداراز زیاته کړې: «نږدې دوه کاله کېږي چې افغانستان کې د رسنیو ازاد فعالیت له جدي ننګونو سره مخ شوی. افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته څه باندې نیمايي رسنۍ د اقتصادي ستونزو او نورو ننګونو له امله له فعالیته لوېدلي. د رسنیو په تړل‌کېدو سره څه باندې ۶۵سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم وزګاره شوي.»

 په خبرپاڼه کې د ازادو رسنیو فعالیت، د بیان ازادي، اطلاعاتو ته پر لاسرسي او د خبریالانو ځاني او رواني خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودل شوې او د روان وضعیت دوام د افغانستان د ازادو رسنیو لپاره خواشینونکی بلل شوی دی.

نی له نړیوالو بنسټونو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له افغان رسنیو او خبریالانو ملاتړ وکړي او پر خپلو کړیو ژمنو عمل څرګند کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړي بنسټ تمه ښودلې چې نړیواله ټولنه او د خبریالانو ملاتړي نړیوال بنسټونه باید افغان رسنۍ او خبریالان یوازې پرې نه‌ږدي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د نړیوالو بنسټونو په ملاتړ کولای شي، افغانستان کې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او د ازادو رسنیو فعالیتونه تضمین کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام