Asset 1SWN

سلام وطندار

ټرمپ: د ایران غني شوي یورانیم به امریکا ته انتقال شي

WASHINGTON, DC - MARCH 01:  U.S. President Donald Trump participates in a meeting with leaders of the steel industry at the White House March 1, 2018 in Washington, DC. Trump announced planned tariffs on imported steel and aluminum during the meeting, with details to be released at a later date.  (Photo by Win McNamee/Getty Images)

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او احتمالي هوکړې لپاره هڅې روانې دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

ټرمپ سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ به دغه یورانیم ترلاسه کړو.» هغه زیاته کړه چې د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د حکومت له مهمو هدفونو څخه دی.

ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ایران بهر د یورانیمو لېږد شونی دی او د راتلونکي تړون شرط کېدای شي.؟ وویل: «نه، دا ښايي ممکن نه وي، خو امریکا ته به ولېږدول شي.»

د نوموړي په وینا، امریکا ته د ایران د غني شویو یورانیمو انتقال د دواړو هېوادونو د نوي وړاندیز شوي تړون یوه اساسي برخه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ له «پي‌بي‌اېس» شبکې سره خبرو کې وویل، که تهران د واشنګټن وړاندیز ونه‌مني، امریکا به «له پخوا ډېر سخت بریدونه» پیل کړي.

هغه دا هم وویل چې د جګړې د پای ته رسېدو احتمال ډېر لوړ دی، خو خبرداری یې ورکړ چې د هوکړې د ناکامېدو په صورت کې به پراخ بمبار پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام