Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان سره د مرستو پروسې پر ټکني کېدو اندېښنه ښوولې

د خوړو نړیوال پروګرام مرستې

منځني ختیځ کې د کړکېچونو له زیاتېدو او د ټرانزیټي لارو، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له محدودېدو او همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې د تړل کېدو په پایله کې، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر له ننګونو سره مخ شوی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې تړلې پاتې شي او د منځني ختیځ کړکېچ لا پسې شدید شي، ۲.۳ میلیون نور افغانان به د خوړو ناامنۍ سره مخ شي.

دغه بنسټ ویلي، د سون‌توکو د بیو لوړېدل او ټرانزیټي محدودیتونه د مرستندویه توکو د لېږد موده له شاوخوا ۱۰ ورځو څخه کله ناکله تر ۷۵ ورځو پورې اوږده کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام د خبرداري ترڅنګ، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې یو شمېر اړمن کسان هم وایي، تر بل هر وخت زیات د بشري مرستو رسېدو ته سترګې په لار دي.

د هلمند اوسېدونکی راز محمد وایي، د مرستو بندېدل یا کمېدل پر اړمنو کورنیو سخت اقتصادي فشارونه زیات کړي.

هغه د خپلې لویې کورنۍ او محدود عاید په یادولو سره د ژوند له جدي ستونزو داسې شکایت کوي:

«اوس څرګنده ده چې مرستې بندې شوي، حال دا چې باید نه وی بندې شوې، ځکه زموږ اړتیاوې ډېرې دي او اقتصاد مو تر ډېره پر مرستو ولاړ دی. زموږ په کورنۍ کې ۲۵ کسان دي، زما معاش هم ۱۵ زره دی او کرایه هم پرې ورکوو. له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»

د ننګرهار اوسېدونکی کامران هم وایي، د کاري فرصتونو نشتون او خراب اقتصادي وضعیت د ده او کورنۍ ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی.

«ستونزې زیاتې دي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی او د کار زمینه نشته. که د مزدورۍ لپاره هم ښار او چوک ته ولاړ شو، یو، دوه یا درې ورځې کار پیدا شي، خو بیا لس ورځې بې‌کاره یو. ځینې وختونه ان دومره پیسې هم نه لرم چې بېرته کور ته د ستنېدو کرایه پرې ورکړم.»

که څه هم دا روایتونه بېلابېل دي، خو ورته انځور وړاندې کوي؛ هغه انځور چې ښيي سیمه‌ییز کړکېچونه د افغانستان د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري.

ورته وخت کې اقتصادي کارپوه امیدالله قاسم‌زی افغانستان ته د مرستو رسولو بهیر د ګډوډۍ او سیمه‌ییزو کړکېچونو په غبرګون کې وایي، بشري مرستې یوازې د بېوزلۍ شدت راکمولی شي، خو په بنسټیز ډول یې د حل توان نه‌لري.

هغه وویل، د سیاستونو له بدلون یا د مرستو له درېدو سره افغانستان کې بېوزلي لا ژورېږي.

«د بېوزلۍ تر ټولو ناوړه بڼه دا ده چې انسان د بېوزلۍ په دام کې بند پاتې شي. بشردوستانه مرستې یوازې په یوه هېواد کې د بېوزلۍ شدت راکموي، خو د بېوزلۍ ستونزې په بنسټیز ډول نه شي هوارولی. ځینې وختونه د پالیسیو د بدلونونو او سیاسي تحولاتو له امله همدا مرستې درېدلې وي چې دا چاره بیا د بېوزلۍ د لا زیاتېدو لامل ګرځي.»

د خوړو نړیوال پروګرام د خپل راپور په بله برخه کې ویلي، تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې به په نړیواله کچه ۱.۵ میلیون کم کسان تر پوښښ لاندې راولي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، دا شمېر به ۹ میلیونو کسانو ته ورسېږي.

د دغه بنسټ په وینا، د مرستو رسولو د ظرفیت کمېدل د هغو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان په اړه اندېښنې زیاتې کړې چې پر بهرنیو مرستو تکیه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام