
سنټکام: ایران د کوېټ او بحرین پر اډو ۷ بالېستیک توغندي ویشتلي
د امریکا مرکزي قومنداني (CENTCOMوايي چې ایران د کویټ او بحرین پر لور اووه بالستیک توغندي توغولي دي.
دغه پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځته شوې چې امریکايي ځواکونو د ایران هغه بریدګرې بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې چې د هرمز تنګي پر لور استول شوې وې او همدارنګه یې د ایران ځینې راداري مرکزونه په نښه کړل.
