Asset 1SWN

سلام وطندار

د ځوانانو په ژوند کې د ښو او بدو عادتونو اغېز او پایلې

ځوانان

د هېواد په ۸ ولایتونو کې له ۲۶ ځوانانو (۱۶ نجونو او ۱۰ هلکانو) سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې عادتونه ـ که ښه وي او که بد ـ د هغوی په بریا، هوساینه او ټولنیزو اړیکو کې ټاکونکی رول لري.

د دغو موندنو پر بنسټ، ځوانان پوهېږي چې عادتونه یې ژوند ته بڼه ورکوي؛ خو له دې سره سره، ځينې توانېدلي چې خپل عادت بدل کړي، په داسې حال کې چې یو شمېر لا هم د ځان او عادت بدلولو پړاو ته نه‌دي رسېدلي.

له خبرو شوو ځوانانو څخه ۱۲ هغوی مطالعه، وخت‌پېژندل او مسؤلیت‌منل د خپل ژوند تر ټولو اغېزناک او ګټور عادتونه بولي، خو ۱۴ نور بیا د موبایل له حده ډېر استعمال، بې‌پروګرامي او ځنډ د هغو عادتونو په توګه یادوي چې د ژوند مهم فرصتونه یې ترې اخیستي.

د ارواپوهانو په باور، عادت د چلند یوه مهمه برخه ده چې د وخت پر مدیریت، د ځان د کنټرول پر کچې، شخصي نظم او آن له ټولنیزو رسنیو او مجازي فضا څخه د استفادې پر څرنګوالي اغېز کوي.

ځوانان: رغنده عادتونه زموږ د پرمختګ وسیله ده

په دې راپور کې له مرکه شوو لسو ځوانانو څخه هر یوه مطالعه، پلان جوړونه، د وخت مدیریت او دوامداره زده‌کړه هغه عادتونه بللي چې د دوی په بریا او د ژوند پر هوساینې یې تر ټولو ډېر مثبت اغېز کړی.

د فاریاب ولایت ۱۹ کلنه آی‌جان په دې باور ده چې ښه عادتونه د هغې د ژوند د جوړښت مهمه برخه جوړوي.

«زه باور لرم چې د انسان عادتونه د هغه د راتلونکې په جوړولو کې ستر رول لري. زما له ښو عادتونو څخه مسؤلیت‌منل، مطالعه او له نورو سره مرسته کول دي.»

د فاریاب ۱۸ کلنه شکیلا بیا مطالعه د خپل ژوند د بدلون اساسي ټکی بولي.

هغې وویل: «زما له ښو عادتونو څخه ورځنۍ مطالعه، مسؤلیت‌منل او نورو ته درناوی دی. دغه عادتونه زما د ژوند د پرمختګ لامل شوي. په ژوند کې تر ټولو ډېر اغېز پر ما منظمې مطالعې کړی، ځکه چې زما پوهه او پر ځان باور یې زیات کړی.»

د کاپیسا ولایت ۱۹ کلن مسیح خپل ښه عادتونه د ورځني ژوند په ساده چلندونو کې ویني.

هغه وویل: «زما له ښو عادتونو څخه دا دي چې له خلکو سره ښه چلند کوم، سهار وختي له خوبه پاڅېږم، شخصي نظافت ته پام کوم او د خوړو لپاره ټاکلی وخت لرم چې پر خپل وخت یې وخورم. همدارنګه عادت لرم چې تل له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې واوسم او د حال احوال پوښتنه یې وکړم.»

د دغو ځوانانو په باور، سره له دې چې دوی له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي، رغنده او مثبت عادتونه هغه وسیله ده چې د فردي پرمختګ لپاره په وړیا توګه د دوی په واک کې ده.

ناسم عادتونه؛ د فرصتونو د ضایع کېدو لامل

له مرکه شوو ځوانانو څخه ۱۴ د هغو عادتونو یادونه کوي چې د دوی لپاره یې درنه بیه لرلې.

د موبایل له حده ډېر استعمال، د کارونو ځنډول، غوسه، بې‌حوصلګي او سستي هغه عام عادتونه دي چې د دغو ځوانانو په وینا، د نامناسبو ملګرو له ملتیا، اقتصادي فشارونو او په ورځني ژوند کې د انګېزې د کمښت له امله پر دوی غالب شوي او د ژوند د مهمو فرصتونو د له لاسه ورکولو سبب شوي.

د غور ولایت ۱۸ کلن ذکي او د کابل ۲۰ کلنه اصیلا هغه دوه ځوانان دي چې د خپلو دندو او کارونو په ترسره کولو کې د بې‌غورۍ له امله یې د ژوند مهم فرصتونه له لاسه ورکړي.

ذکي وايي: «زما له منفي عادتونو څخه ځینې وختونه د کارونو په ترسره کولو کې ځنډ او له موبایل څخه ډېره استفاده ده، زما وخت ته زیان رسوي. د همدې له امله مې څو ځله کاري فرصتونه له لاسه ورکړي او دا راته یوه ترخه تجربه وه.»

اصیلا هم وایي: «ځینې وختونه خپل کارونه ځنډوم، له موبایل څخه ډېره استفاده کوم او کله ناکله پر زده‌کړو کافي تمرکز نه لرم. د دغو ناسمو عادتونو اصلي لاملونه له موبایل څخه زیاته ګټه اخیستنه، په ځینو چارو کې د نظم نشتوالی او د ملګرو یا چاپېریال اغېز دی.»

د فاریاب ولایت ۱۹ کلنه شبانه هم وایي چې د بې‌پلانۍ له امله یې د ژوند مهم فرصتونه له لاسه ورکړي.

هغې وویل: «له همدې عادتونو مې زیان هم لیدلی؛ د بېلګې په توګه، ځینې وختونه د دندو په ترسره کولو کې د ځنډ له امله مې ښه فرصتونه له لاسه ورکړي. د دغو عادتونو ډېری برخه د روښانه پلان د نشتوالي او کله ناکله د شاوخوا چاپېریال د اغېز له امله رامنځته شوې ده.»

یوازې ځنډ او تعلل نه دي چې ځوانان یې د خپل ورځني ژوند د ناسمو چلندونو بڼو په توګه یادوي، بلکې زیات ذهني فشارونه او منفي فکرونه هم هغه ستونزې دي چې د دوی په وینا، د انګېزې د کمېدو، د اضطراب د زیاتېدو او د ژوند د کیفیت د ټیټېدو لامل شوي.

د کاپیسا ولایت ۲۵ کلن رومل صافي وایي: «یوه ستونزه چې ما تجربه کړې، دا ده چې په ځینو وختونو کې له ذهني فشارونو سره مخ کېږم او ډېر فکر کوم. همدا حالت لامل شو چې پر خپګان اخته شم. ډاکټر ته مې مراجعه وکړه، هغه هم راته سپارښتنه وکړه چې له منفي فکرونو ځان وساتم او مثبت فکر ته مخه کړم.»

کورنۍ؛ د عادتونو د جوړېدو لومړنی بستر

د کورنۍ او ارواپوهنې کارپوهان ټینګار کوي چې کورنۍ د شخصیت د جوړېدو تر ټولو مهم چاپېریال دی.

د دوی په وینا، ځوانان ټولنې ته له ننوتلو مخکې خپل زیات چلندونه، احساسات او د فکر طرز له کورنۍ زده کوي.

ارواپوهه زحل میرزاده په دې اړه وايي: «کورنۍ د انسان د شخصیت او عادتونو د جوړېدو له مهمو چاپېریالونو څخه ده. ځکه چې ځوان ټولنې ته له داخلېدو مخکې د فکر کولو طریقې، د چلند ډولونه او حتا احساسات له کورنۍ زده‌کوي. له دې امله چې انسانان تر ډېره د لیدلو او تقلید له لارې زده‌کړه کوي، وروسته دا ټول شیان د هغوی په ژوند کې په عادتونو بدلېږي، که هغه ښه عادتونه وي او که بد.»

د کورنۍ مشاور امجدخان دانش ټینګار کوي چې د والدینو عملي نمونه تر نصیحت ډېر اغېزمنه ده:

«کورنۍ د ماشوم د زده‌کړې لومړنی او تر ټولو مهم چاپېریال دی. ډېر ښه عادتونه د والدینو له ورځني چلند څخه رامنځته کېږي، نه یوازې له نصیحت څخه. که والدین پخپله د مطالعې، وخت‌پالنې، نظم او سهار وختي پاڅېدو عادت ولري، ماشوم هم په طبیعي ډول دغه چلندونه زده‌کوي. هڅونه د سزا پر ځای له هغو مهمو لارو څخه ده چې کولی شي ماشومان وهڅوي.»

ټولنه او ښوونځی؛ د ځوانانو د عادتونو منظم کوونکي

ټولنپوه شعیب احمدي ټینګار کوي چې یو کس باید ځان او ټولنه وپېژني.

هغه وویل، ځوانان باید د خپل چاپېریال او ټولنې په اړه کافي پوهه ترلاسه کړي، څو وکولی شي خپل عادتونه د همدې پوهې پر بنسټ تنظیم کړي.

«د انسانانو د عمل بنسټ د هغوی پوهه ده. هر څومره چې انسانان سم او مثبت درک او باورونه ولري، په هماغه اندازه یې کړنې هم سمې او مثبتې وي. د ځوانانو لپاره تر ټولو مهم کار دا دی چې باید د ځان او ټولنې په اړه خپله پوهه سمه کړي، تر هغه وروسته به یې کړنې هم سمې شي.»

اخوا، د ښوونې او روزنې کارپوهان د ځوانانو د عادتونو په جوړښت کې د تعلیمي بنسټونو پر رول ټینګار کوي او وايي چې ښوونیز بنسټونه باید په ځوانانو کې د وخت‌پېژندو، نظم او زیار اېستلو موضوع غښتلې کړي.

د ښوونې او روزنې کارپوه جمال‌الدین سلیماني وايي: «تعلیم او روزنه او وخت‌پالنه له اساسي مؤلفو څخه دي. ښوونیز بنسټونه د بېلابېلو لارو له لارې کولی شي ځوانان، په ځانګړي ډول د ښوونځیو او پوهنتونونو زده‌کوونکي، مطالعې، وخت‌پېژندو او مسوولیت منلو ته وهڅوي. تعلیم باید یوازې د لوستلو او لیکلو تر زده‌کړې محدود نه کړو، استادان باید د تدریس ترڅنګ روزنه هم په پام کې ونیسي.»

مسوولان څه وايي؟

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وايي چې دغه وزارت د فني او مسلکي روزنیزو پروګرامونو د پلي کولو له لارې هڅه کوي د ځوانانو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي.

«لکه څنګه چې مالومه ده، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دندې د رامنځته کولو په برخه کې فعالیت کوي. دغه وزارت هڅه کوي د کار فرصتونه زیات کړي، څو بېکاري له منځه لاړه شي او د کارګرو حقوق تأمین شي. وزارت پر ځینو هغو مهارتونو او مسلکونو کار کوي چې د بازار اړتیا ده، څو خلک وکولی شي د همدې مهارتونو په زده‌کړه سره په کار بوخت شي.»

د ملګرو ملتونو ۲۰۲۵ کال کې د ځوانانو په اړه په یوه راپور کې ویلي، د ځوانانو رواني روغتیا په جدي ډول د فقر، بېکارۍ، د زده‌کړې محدودیتونو او ټولنیزو فشارونو تر اغېز لاندې ده.

په راپور کې ویل شوي چې دا عوامل د اضطراب، خپګان او د خطرناکو چلندونو د زیاتېدو لامل شوي دي.

راپور کې ټینګار شوی چې د نابرابریو کمول، د کار او زده‌کړې فرصتونه برابرول او ټولنیز ملاتړ او د رواني روغتیا خدماتو پیاوړتیا د ځوانانو د وضعیت د ښه‌والي او سالم ودې لپاره اړینه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام