Asset 1SWN

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د خبریالانو د ثبت بهیر راتلونکې اوونۍ پیلېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد وايي، راتلونکې اوونۍ به د خبریالانو د ثبت بهیر پیل کړي. د نوموړي په وینا، دغه کار د خبریالانو د پېژندنې او پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل په موخه کوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي: «کله چې اطلاعاتو او کلتور وزارت ته شکایتونه ورسېدل چې امنیتي او استخباراتي ادارې په ځینو ځایونو کې ترې د خبریالۍ کارت یا مکتوب غواړي، پرېکړه یې وکړه چې ټولو افغان خبریالانو ته ځانګړي کارتونه ورکړي، څو دا ستونزه حل شي. بله ستونزه دا وه چې هر چا سره به که خبریال و که به نه و، کمره به ورسره وه او د ژورنالېست په نوم به یې له هر ځای نه فلمونه اخیستل. دغه کار د خبریالانو د کار تنظیم او د هغوی د توپیر لپاره کېږي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عبدالحق حماد وايي، داسې طرحه یې جوړه کړې چې پر بنسټ به یې د رسنیو اړوند ټولې چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري سر ته رسېږي او نورې ادارې یې په کار کې د لاسوهنې حق نه لري.

هغه زیاتوي: «اصلي خبره دا ده چې د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي نه وه. د اطلاعاتو او کلتور، کورنیو چارو او امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارتونو او د استخباراتو ترمنځ هوکړه وشوه چې تر دې وروسته به د رسنیو اړوند هره خبره د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار ستايي، خو ټینګار کوي چې خبریالانو ته د کارتونو وېش او د هغوی په اړه د اطلاعاتي بانک جوړېدل باید اجباري نه‌شي.

د نی مسوول ظریف کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «که د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه کار عملي شي، د خبریالانو ستونزې کمولی شي، خو د اندېښنې وړ خبر دا ده چې د خبریالان باید د یوه ازاد پوړ او د اړوندې رسنۍ د کارت په لرلو سره د حکومت د یوې ادارې کارت اخیستو ته اړ نه کړل شي.»

بله‌خوا یوشمېر افغان خبریالان بیا پر خبریالانو د کارتونو وېش او په رسنیز کار کې د نه لاسوهنې پرېکړه ګټوره بولي. د یوې تصویري رسنۍ خبریال داوود ناظري وايي: «زه د یوه خبریال په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه ګام ستایم. خو هغه کارت چې دغه وزارت یې خبریالانو ته ورکوي، د هغوی د هویت له پېژندنې وروسته باید په هر ځای کې وچلېږي او شته ستونزې حل کړي؛ یعنې مکتوب ته اړتیا ونه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل کې یوه خبریاله سهیلا سادات هم وايي: «که د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا پرېکړه له خبریالانو سره مرسته وکړي، څو رښتیني خبریالان له نورو سره جلا شي او له خبریالانو سره د کېدونکو مرستو یا هم د خبریالانو د وتلو بهیر روڼ کړي، موږ یې هرکلی کوي او یو ښه کار دی. خو که د خبریالانو شته ستونزې حل نه کړي، بیا ګټه نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت بېلابېلې ادارې د پلازمېنې کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې پر رسنیو او خبریالانو بېلابېل فشارونه راوړي او محدودیتونه پرې لګوي چې دغه وضعیت رسنیز کار ستونزمن کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام