د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د خبریالانو د ثبت بهیر راتلونکې اوونۍ پیلېږي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار رییس عبدالحق حماد وايي، راتلونکې اوونۍ به د خبریالانو د ثبت بهیر پیل کړي. د نوموړي په وینا، دغه کار د خبریالانو د پېژندنې او پر وړاندې یې د شته ستونزو د حل په موخه کوي.

د کابل اوسېدونکي: هټۍ‌وال په لوړه بیه توکي پلوري؛ ښاروالي: ۱۵۰هټۍ مو تړلي

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیې له لوړېدو څخه شکایت کوي او له کابل ښاروالي غواړي چې د خوراکي توکو پر هټیو څار او کنټرول ولري.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې هټۍ‌وال په خپل‌سري توګه په لوړ قیمت توکي پلوري چې ګڼ‌شمېر کورنۍ یې د پېرلو توان نه‌لري.

شنونکي: د ۱۴۰۲مالي کال د بودیجې تصویب کې ځنډ به د حکومت په زیان وي

که څه هم د نوي مالي کال له پیله نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې سند د تصویب په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

خو د مالیې وزارت مسوولانو په تازه‌ګۍ سره ویلي چې د روان مالي کال د بودیجې له تصویب پرته به د دولتي کارکوونکو میاشتنی معاش ورکړي.

پکتیکا کې له غره څخه پر یوه کور ډبرې ښوویېدو یو ماشوم مړ کړی

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له کبله له غره څخه پر یوه کور د ډبرې ښووېدو له کبله یو ماشوم مړ او یوه ښځه ټپي شوې ده.

د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس منصور حماس وايي چې پېښه د یاد ولایت د برمل ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.