که څه هم د نوي مالي کال له پیله نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه د اسلامي امارت له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې سند د تصویب په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
خو د مالیې وزارت مسوولانو په تازهګۍ سره ویلي چې د روان مالي کال د بودیجې له تصویب پرته به د دولتي کارکوونکو میاشتنی معاش ورکړي.
په ورته مهال کارپوهان وايي چې د روان مالي کال د بودیجې تصویب کې ځنډ به د حکومتولۍ بهیر له ستونزو سره مخ کړي او د اداري او اقتصادي اجراتو په برخه کې به ستونزې رامنځته کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد وویل: «د بودیجې تصویب کې ځنډ یا د مالیې وزارت لهخوا د بودیجې طرحې پليکېدو کې ځنډ کولای شي چې د پروژو پليکېدو کې ځنډ رامنځته شي. دا لامل کېږي چې پروژې وځنډېږي چې دا د دولت اقتصاد لپاره ښه زېری نه دی.»
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته او د حکومت له جوړښته د ولسي جرګې لرې کول لامل شوي چې د بودیجې تصویب څرنګوالي او په یاد سند کې د روڼتیا او عدالت تامینولو برخه کې اندېښنې رامنځته شي.
د سیمهییزو ستراتیژیکو مطالعاتو څېړونکی مظاهر رییسزاده وویل: «په لوړه کچه د بودیجې جوړول، یوې متخصصې، په اقتصاد پوهې او کارپوهې ډلې ته اړتیا لري او د هېواد دننه او بېړنیو مسایلو او لګښتونو څخه خبره وي چې دا ټول د یادې ډلې لهخوا جوړ او بودیجې ته لېږل کېږي چې په حکومتونو کې بېلابېل پړاونه لري او د اسلامي امارت حکومت کې دا بهیر نه دی روښانه.»
دا په داسې مهال دی چې د نوي مالي کال له پیل سره هممهاله د یوشمېر نایید شویو راپورونو له مخې، د بودیجې لګښت پر سر د اختلافاتو له کبله د مالیې وزارت مخکینی سرپرست هدایتالله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شوې چې اوس د مالیې وزارت سرپرست نهلري.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل: «ځنډ د مالیې وزارت د سرپرست استعفا پورې تړاو لري چې څو اوونۍ وړاندې پېښه شوه. داسې ښکاري چې د ځینو ګمرکاتو عواید کابل ته نه رسېږي او په دې اړه ځینې تبصرې هم شوي، بلاخره بودیجه به تصویب شي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د ۱۴۰۲ مالي کال بودیجه داسې حال کې تصویبېږي چې د اسلامي امارت بنسټونو تېر مالي کال کې د خپلو عوایدو د لوړوالي خبر ورکړی دی.