مالیې وزارت وايي چې د راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه یې وروستۍ کړې او ډېر ژر به یې د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته واستوي. دغه وزارت ویلي چې په تېرو دوو  لسیزو کې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته ملي بودیجه چمتو شوې ده.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل د فرانسې له خبري اژانس سره په مرکه کې ټينګار کړی چې کېدای شي، دغه بودیجه له کورنیو عواید برابره شي. نوموړي که څه هم د دغې بودیجې د چمتو کېدو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د بودیجې له روښانه وړاندې به یې د تصویب لپاره د اسلامي امارت کابینې ته ولېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مالیې وزارت ویاند همداراز له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت مسوولان هڅه کوي، څو د ۱۴۰۱ کال ملي بودیجه له کورنیو عوایدو برابره کړي او په دې باور لري چې دا کار کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره لوېدیځو ولایتونو د افغانستان میلیارډونه ډالره شتمنۍ کنګل کړي او له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې هم ځنډول شوې دي.

بل‌خوا دولتي کارکوونکو تراوسه خپل څو میاشتني معاشونه نه دي ترلاسه کړي. په ورته مهال مالیې وزارت ټينګار کوي چې په دې هڅه کې دي، څو د روان کال تر پایه د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي او د راتلونکو کال معاشونه هم د نوې طرحې له مخې ورکړي.

د مالیې وزارت اړوند عوایدو ریاست تېره میاشت اعلان کړی و چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې له کورنیو عوایدو څخه نږدې ۲۶میلیارده افغانۍ راټولې کړي او دا شمېره د زیاتېدو په حال کې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت په داسې حال کې له بهرنیو مرستو پرته د راتلونکي مالي کال د بودیجې له وروسي کېدو خبر ورکوي چې مخکیني حکومت د ۱۴۰۰ کال بودیجه ۴۷۳ میلیارده افغانۍ برابره کړې وه. د یادې بودیجې له ډلې ۲۱۶ میلیارده یې د افغانستان له کورنیو عوایدو او پاتې له بهرنیو مرستو برابره شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام