ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې له دوه ځله ردولو وروسته بالاخره نن دا بودیجه د رایو په ډېروالي سره تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړي وايي چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې په درېیمه مسوده کې د دې جرګې د غړیو ډېری غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.

د دوی په وینا، د ښوونکو او ټیټ‌پوړو دولتي کارکوونکو په معاشونو کې دوه زره افغانۍ ډېروالی، د ملي روغې جوړې شورا او د تېلو او ګازو ادارې لپاره د بودیجې نه ځانګړي کېدل، د ملي دسترخوان پروګرام لرې کېدل او د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې ته د بودیجې په پام کې نه نیول کېدل هغه ستر بدلونونه دي چې په دې طرحه کې ځای پر ځای شوي دي.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وايي چې د راتلونکي کال له وري میاشتې به د ښوونکو او ټیټ‌پوړو دولتي کارکوونکو معاشونه به ۲ زره افغانۍ ډېر شي.

ولسمشر محمداشرف غني له ولسي جرګې نه د بودیجې د تصویب له کبله مننه کړې او دا پرېکړه یې پر خپل وخت د دولت د بنسټیزو پرواګرمونو، په تېره په ټول هېواد کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره اغېزناکه بللې ده.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د پروژو نامتوازنوالي له کبله او د ټیټ‌پوړو دولتي کارکوونکو د معاشونو لوړوالي په موخه دوه ځله د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه ټو‌ل‌ټال ۴۷۳ میلیارډه افغانۍ ده چې ۳۱۱ میلیارډه او ۵۰۶ میلیونه یې عادي او ۱۶۱ میلیارډه او ۵۳۵ میلیونه یې هم پراختیايي ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام