Asset 1SWN

ماليې وزارت: که بوديجه تصويب نه‌شي، بې‌وزلي به ډېره شي

148522158_3836146459798829_2868192405320146254_o-p2pa2kpkzpot3aqk7sjoddzh3lvlzhseh5rwlmaxs8

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده نن کابل کې یوه خبري غونډه کې د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې سند تصویب کې د ځنډ له کبله د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ويې ويل، که ولسي جرګه بودیجه تصویب نه کړي، هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه لوړه شي او اقتصادي وده به زیان وویني.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت مالي مرستيال عبدالحبیب ځدراڼ ټینګار کوي، که چېرې د ولسي جرګې له خوا د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې تصویبول نور هم وځنډطږي، د اوبو مدیریت او نورو کرنیزو برخو کې د هغو پروژو عملي کول به چې تر شلو کلونو وروسته دغه بودیجه کې شامل شوي، له ننګونو سره مخ شي.

دې سره د مالیې وزارت سرپرست د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده کې د اصلاحاتو له رامنځته کولو ډاډ ورکوي او وايي، دغه وزارت د ښوونکيو او نورو ټيټ‌پوړو دولتي کارکوونکيو د معاشونو زیاتولو ته چې د ولسي جرګې غوښتنه هم ده، ژمن دی.

دغه څرګندونې داسې حال کې مطرح کېږي چې د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني تېره ورځ د دغې جرګې عمومي غونډه کې وویل، د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده د ولسي جرګې ټولو کمیسیونونو ته استول شوې او پرې له بحث وروسته به نظرونه په لیکلي ډول د بودیجې کمیسیون ته وړاندې شي.

د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې سند دوه ځلې د ولسي جرګې غړو له لوري د نامتوازن‌والي له کبله رد شوی، که څه هم د ماليې وزارت وايي، د دغې بودیجې درېیمه مسوده کې تعدیلات راغلي؛ خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي اوس هم وايي، دغې مسودې کې د هغوی اکثریت وړاندیزونو ته پام نه دی شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام