د ولسي جرګې یو‌شمېرغړي د جرګې نننۍ عمومي غونډه کې د روانې جګړې او د امنیتي وضعیت په مدیریت کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر کړنو نیوکه کوي او وايي، حکومت باید هرڅه ژر د دغه وضعیت پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د ولسي جرګې غړي په دې برخه کې د حکومت پټه خوله پاتې کېدل د پوښتنې وړ بولي او تینګار کوي چې خلک د ځواب غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې غړي سید عزیزالله الفتي پر حکومت غږ وکړ چې امنیتي ځواکونو ته دې په جګړه کې زړورتیا ورکړي او په وینا یې، د حکومت او امنیتي ځواکون چوپتیا د خلکو اندېښنې او ګڼ‌شمېر پوښتنې را ولاړې کړي چې له دوی څخه یې د ځواب هیله لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د ولسي جرګې یو بل غړی شاه‌پور حسن‌ زوی وایي، که چېرته حکومت د پردې ترشاه غواړي وسله‌والو طالبانو ته ولسوالي او ولایتونه ور وسپاري، نو په ارامه دې ور تسلیم کړي او ‎په وینا یې، د خلکو زامن او اولادونه دې په دې پلمه نه قرباني کوي. هغه وویل چې طالبان سره ورځ په ولایتونو کې جګړه کوي او ولسوالي نیسي، خو حکومت چوپ دی چې دې سکتو پر حکومت د خلکو باور کمزور  کړی دی.

د ولسي جرګې غړي په پرلپسې توګه د ولسوالیو سقوط او د ناوړه پایلو دوام څخه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، د جګړو په ډګرونو کې د مدیریت لپاره باید هرڅه ژر جدي تدابیر ونیول شي او حکومت د وضعیت ښه‌والي لپاره باید د امنیتي بنسټونو په رهبرۍ کې تجدید نظر وکړي.

د ولسي جرګې غړی ګل‌احمد نورزاد پر امنیتي او دفاعي بنسټونو غږ وکړ چې خپلې تګلارې کې دې بدلون راولي او کار دې اهل کار ته وسپاري. د نوموړي په وینا، که چېرته دا وضعیت همداسې دوام ولري کڼ‌شمېر ولسوالۍ او ولایتونه به سقوط وکړي.



په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه بلې غړې حلیمه صدف کریمي بیا وایي، له یوې خوا له ولایتونو څخه خلک د بې‌وزلۍ له امله مرکز ته کډوال شوي او له بل‌پلوه جګړې او ناامنۍ د دوی ژوند ګواښي. هغې وویل، که چېرته حکومت نه شي کولای، طالبانو ته دې تسلیم کړي او د خلکو اولادونه دې نه وژني.

بل‌خوا د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني په دغه غونډه کې د جرګې له خوا د یوې امنیتي طرحې د جوړېدو غوښتنه وکړه او وې ویل، دغه طرحه دې تر تصویب وروسته حکومت ته وسپارل شي.

هغه وویل: «هېواد کې د وروستیو ناامنیو پراخېدو په تړاو د کورني امنیت او د دفاع چارو کمیسیون ته دنده سپارل کیږي، چې یوه روښانه او د تطبیق وړ طرحه تدوین کړي او تالار ته دې راوړي، ترڅو له تصویب وروسته، حکومت سره شریکه شي او امنیتي ستونزې حل شي.»

 سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي، حکومت د جګړې پایته رسولو او د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره هڅې کوي او په دې برخه کې ژمن دی.

هغه وویل، طالبان د دې پرځای چې له دولت سره د خبرو مېز ته کېني، جګړې ته یې زور ورکړی او هره ورځ بریدونه کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل وروسته، د جګړې ډګرونو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او تراوسه د رپوټونو پر بنسټ تر ۳۰ زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام