د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د برښنایي پېژندپاڼو په نوملړ کې یې ۵۴ نور قومونه ور زیات کړي وویل، دا پرېکړه نامسلکي ده او د خلکو په ګټه هم نه ده.
د دوی په وینا، حکومت په دې پرېکړې سره د هېواد د قومونو ترمنځ د درز اچولو هڅه کوي.
د ولسي جرګې غړي وایي، دا منطقي نه برېښي چې پښتانه دې تر یوه چتر لاندې وي او درې نور ستر قومونه دې پر بېلابېلو برخو ووېشل شي.
د ولسي جرګې غړیو زلمي نوري، فاطمې کوهستانۍ او حبیبالرحمان پدرام وویل، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وروستۍ پرېکړه د خلکو د وېشلو لامل شوې ده.
دوی وايي، یادې ادارې له پښتنو پرته نور ۱۳ قومونه د اساسي قانون خلاف پر ۵۴ برخو وېشلي او د کلي، کوڅې او بازار نومونه یې پرې ايښي دي.
دغه وکیلان زیاتوي، د احصایې او معلوماتو ملي اداره د خلکو د وېشلو او دسیسو پر مرکز بدله شوې او پښتانه چې ۴۳ ټبره لري، هغه یې پر ځای پرېښي او نور یې پر ۵۰ نورو وېشلي دي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېر نورو غړیو بیا د احصایې او معلوماتو د وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ. دوی وړاندیز وکړ چې د روانو ستونزو د حل لپاره دې په برښنايي پېژندپاڼو کې د قوم نوم لیکل اختیاري شي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال احمدجاوید جیحون چې د دې جرګې د نننۍ غونډې مشري یې کوله، وویل چې حکومت او د احصایې او معلوماتو ملي اداره باید له اساسي قانون سره سم د افغانستان د وګړو غوښتنې ومني.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د پښتون قوم تر څنګ، د نورو ۵۴ قومونو نوملړ چې له مخې یې خلک کولای شي د برښنايي پېژندپاڼې د اخیستلو پر مهال یې غوره کړي، خپور کړ. د یادې ادارې دغه کار د یوشمېر سیاستوالو او خلکو منفي غبرګونونه را وپارول.