د برښنايي پېژند‌پاڼې د بیې پر لوړېدو نیوکې؛ له ۱۰۰ نه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې

د اسلامي امارت د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې وروسته به هره برښنايي پېژند‌پاڼه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې افغانانو ته ورکړل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفېع وايي، دا پرېکړه پرون د وزیرانو شورا په درېیمه غونډه کې شوې او د هرې پېژندپاڼې بیه له ۳۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ ته لوړه شوې ده.

د برښنايي پېژندپاڼې په نوملړ کې د ۵۴ قومونو لیکل د ملت جوړونې بهیر زیانمنوي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د برښنایي پېژندپاڼو په نوملړ کې یې ۵۴ نور قومونه ور زیات کړي وویل، دا پرېکړه نامسلکي ده او د خلکو په ګټه هم نه ده.

پدرام: ځینې پر کوچنیو برخو د قومونو د وېش هڅه کوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه له پښتنو پرته د قومونو یو نوملړ چې خلک کولای شي د برښنايي پېژندپاڼې د اخیستلو پر مهال یې غوره کړي، خپور کړی دی.
د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام نن د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغه اقدام پر وړاندې یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشري ماڼۍ کړۍ هڅه کوي چې د تاجک، هزاره او اوزبک قومونو په وېشلو سره پښتانه ډېر وښيي.

لاریونوال: په برښنايي پېژندپاڼو کې دې د ولایت بشپړ نوم «میدان وردګ» ولیکل شي

د میدان وردګ ولایت سلګونو اوسېدونکو نن سهار د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې لاریون وکړ. لاریونوالو چې د «تعصب نه منو!» شعار یې بدرګه کاوه، پر حکومت غږ وکړ چې د دغه ولایت د اوسېدونکو په پېژندپاڼو کې دې د یوه ځانګړي قوم د نوم پر ځای، د ولایت بشپړ نوم ولیکل شي.