د میدان وردګ ولایت سلګونو اوسېدونکو نن سهار د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې لاریون وکړ. لاریونوالو چې د «تعصب نه منو!» شعار یې بدرګه کاوه، پر حکومت غږ وکړ چې د دغه ولایت د اوسېدونکو په پېژندپاڼو کې دې د یوه ځانګړي قوم د نوم پر ځای، د ولایت بشپړ نوم ولیکل شي.

د لاریونوالو په وینا، د ولایت بشپړ نوم «میدان وردګ» دی، خو اوس د دغه ولایت د یوشمېر اوسېدونکو په پېژندپاڼو کې «وردګ» او د یوشمېر نورو هغو کې بیا «میدان وردګ» لیکل کېږي چې دوی یې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، حکومت باید په دغه ولایت کې روانه ګډوډي نوره پای ته ورسوي او د پېژندپاڼو تر څنګ، د موټرو په پلېټونو او نورو ټولو رسمي سندونو کې د دغه ولایت بشپړ نوم (میدان وردګ) چې په اړه یې رسمي دولتي سندونه هم موجود دي، ولیکل شي.

یوه لاریونوال احمدزي احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې په دغه ولایت کې د نهو اداري واحدونو له ډلې د شپږو هغو له ولسونو سره توپیري چلند کېږي او په ځلونو یې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتي چارواکو تر څنګ، په مرکز کې له اړوندو ادارو او د ولسمشر له مرستیالانو سره شریکې کړي، خو په وینا یې، هېڅ پام نه دی ورته شوی.

په همدې حال کې د میدان وردګ د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک چې له لاریونوالو سره یوځای شوی و، سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په ډېریو رسمي مکتوبونو، د ولایت مقام پر ودانۍ، امنیې قومانداني او ګڼ‌شمېرو نورو ادارو پر لوحو «میدان وردګ» لیکل شوی، خو په برښنايي پېژندپاڼو او ځینو نورو کې بیا نه لیکل کېږي.

نوموړي هم د حکومت په ولایتي او مرکزي ادارو غږ وکړ چې له خلکو سره توپیري چلن ونه کړي او ژرترژره دې یې ستونزې حل او غوښتنې ومني.

په دغه لاریون کې د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په ګډون، د نرخ, جلرېز، د بهسودو لومړۍ او دویمې برخې ولسوالیو سلګونو اوسېدونګو او د ولایتي شورا غړیو ګډون کړی و.

لاریونوالو وویل چې په میدان وردګ ولایت کې روانه بې‌عدالتي او تعصب ورته د منلو نه دی او ګواښ یې وکړ، که ژرترژره یې ستونزې حل او غوښتنې ونه منل شي، د کابل‌-‌کندهار او کابل‌-‌بامیان لویې لارې به وتړي.

موږ هڅه وکړه چې د میدان وردګ ولایت د مقام نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې د میدان وردګ ولایت ولسونه په دغه ولایت کې د توپیري چلن، ناامنیو، فساد او بې‌عدالتیو په اړه لاریون کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ورته مدني خوځښتونو لاس پورې کړی او ان لسګونه ورځې یې د ولایت مقام مخې ته پرلت کړی او د دولتي ادارو دروازې یې تړلې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام