د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه له پښتنو پرته د قومونو یو نوملړ چې خلک کولای شي په برښنايي پېژندپاڼو کې یې غوره کړي، خپور کړی دی.

د ملي کنګرې ګوند رییس عبداللطیف پدرام د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د دغه اقدام پر وړاندې یوې جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشري ماڼۍ کړۍ هڅه کوي چې د تاجک، هزاره او اوزبک قومونو په وېشلو سره پښتانه ډېر وښيي. د نوموړي په وینا، قومي چاڼ د نړیوالو سازمانونو په اند د بشریت پر وړاندې جنایت بلل کېږي او هر څوک چې د هویت له جعل کولو سره چې ولسمشر غني یې په سر کې دی یوځای شي، مجرم دی.

هغه وايي، اړتیا ده چې ټول قومونه د دغه قومي برید پر وړاندې ودرېږي چې په خبره یې، د هویت ننګه تر هر څه لومړۍ ده.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو. تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال د دغه نوملړ له خپرېدو وروسته وویل، د ۵۴ قومونو د نوملړ خپرول مسلکي اړخ نه لري او دغه کار د خلکو په منځ کې بېلوالی راولي. دانش له خپل دغه فېسبوکي لیکنې پنځه ساعته وروسته په بشپړ ډول له خپل دریځ نه واوښت او زیاته یې کړه، حکومت هېڅکله داسې کار نه کوي چې له حقیقت څخه لرې وي.

تر دې وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح‌الدین رباني، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله او یوشمېر نورو سیاستوالو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د پرېکړې پر وړاندې غبرګون وښود او هغه یې د دښمن پر ژرنده د اوبو ور خوشې کول یاد کړل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام