Asset 1SWN

سلام وطندار

د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر درېږي

8265987_890-238x165

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر ودروي او له هغه وروسته به یې هېڅ ډول پېژندپاڼه تایید نه کړي.

دغې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر دې وروسته هغه پېژندپاڼې چې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون له مخې هېوادوالو ته ورکړل شوي، د باور وړ دي او تاییدي ته اړتیا نه لري.

په خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتل شوي چې د روانې مرغومي میاشتې له ۲۲مې نېټې وروسته د پېژندپاڼو د تایید لپاره په ټول هېواد کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارو ته ور نه شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې چې که دولتي ادارې یا نورې مراجع په پېژندپاڼو کې د جعل او تذویر نښې نښانې وویني یا هم پېژندپاڼه شکمنه ښکاره شي، دغه اداره به د نفوسو د احوالو د ثبت قانون له مخې ورته د پېژندپاڼې د سموالي او جعل په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هېواد کې د بې‌شمېره جعلي تذکرو د جوړېدو او ان د نفوسو او احوالو د ثبت ادارو کې یې د پیسو په بدل کې د تاییدولو یا هم د کمېشنکاریو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام