Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو پرېکړې ته د اسلامي امارت غبرګون

69800_324

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې په دغه سازمان کې یې د افغانستان څوکۍ د مخکیني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي ته ورکړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه سازمان کې دغه څوکۍ د افغانانو حق دی او یاده څوکۍ داسې یوه چا ته سپارل چې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه کوي، «لویه بې‌ انصافي ده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال وثیق لیکلي چې ملګري ملتونه باید له معقولیت څخه کار واخلي او پر خپلې دغې پرېکړې دې له سره بیا کتنه وکړي. ملګرو ملتونو پرون د یوه پرېکړه‌لیک له مخې، په دغه سازمان کې د اسلامي امارت له لوري د ورپېژندل شوي نوي استازي منل، شاته وغورځول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې پرېکړې پر بنسټ د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به په دغه سازمان کې خپلې دندې ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام