یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه د نورستان ولایت له دواب او منډول څخه امنیتي سرتېري وتلي او دغه ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولي دي. سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د نورستان د ولایتي شورا مشر سعدالله پاینده زوی سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه شپه دواب او منډول ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلي او حکومتي سرتېرو یې شاه تګ ته اړ شوي دي.

نوموړی وایي، له تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې یادې ولسوالۍ د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې وې، خو د تازه دمو سرتېرو او مرستې نه رسېدو له امله ځینې عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او پاتې یې له ولسوالیو شاه تګ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعدالله پاینده زوی زیاتوي، له څه مودې راهیسې د دواب او منډول ولسوالۍ له یوې ولسوالي، دواب اداره کېدلې، خو بېګا شپه دواړه ولسوالۍ له کومې مرګ‌ژوبلې پرته سقوط شوي دي.

په ورته وخت کې د نورګرام ولسوالي اوسېدونکی او ځايي خبریال صاحب‌داد همدرد وايي، د دواب او منډول چارواکو له څه باندې دوو اونیو راهیسې له مرکزي ادارې د ځمکنۍ او هوايي مرستې غوښتنه کوله، خو د نه پاملرنې له امله ځايي چارواکي او حکومتي سرتیري د ولسوالیو پرېښودو ته اړ شول.

نوموړی وايي، که حالات همداسې دوام وکړي، نو د طالبانو په نیمه کلابندۍ کې د نورګرام ولسوالي د سقوط ګواښ هم شته دی.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د دواب او منډول ولسوالیو د سقوط او شته اندېښنو په اړه مو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پوښتلی، خو تر اوسه یې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی راکړی.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دواب او منډول ولسوالۍ یې نیولي او په زیاته اندازه وسلې او مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.

دواب، منډول او نورګرام د نورستان لویدیځې ولسوالۍ دي چې له تېرو شلو کلونو راهیسې ناامنه پاتې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام