د ملګرو ملتونو عمومي غونډې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخې یې د افغانستان د اسلامي امارت هغه غوښتنه شاته غورځوي چې له خپل لوري یې ملګرو ملتونو ته خپل نوی استازی ورپېژندلی و.

دغه پرېکړه‌لیک پرون د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې له رای ګیرۍ پرته د عمومي اجماع پر بنسټ تصویب شو. د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ کسیزې عمومي غونډې د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د افغانستان د پخواني حکومت استازی غلام محمد اسحاقزی به خپلې دندې ته دوام ورکوي. د دې پرېکړه‌لیک مسوده تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د باور ورکوونکې کمېتې له‌خوا د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې کړې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو د رسمي استازیو د باور ورکوونکې کمېټې تېره چهارشنبه دې سازمان ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي استازي ته د افغانستان د دايمي استازي د سپارلو پرېکړه وځنډوله. اسلامي امارت په قطر کې د خپل سیاسي ‌دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ اسلامي امارت د نه سپارلو پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې له افغانانو څخه د هغوی مشروع حق اخیستل شوی دی.
د اسلامي امارت له‌خوا نومول شوي استازي سهیل شاهین ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام