طالبانو پر افغانستان تر ولکې شاوخوا یوه میاشت وروسته د تېرې سهشنبې په ورځ کابینه اعلان کړه، خو دا چې د طالبانو کابینه انحصاري او په یوه قوم پورې اړوند بلل کېږي، د سیمې او نړۍ هېوادونو له خوا پرې نیوکې وشوې.
سیاسي شنونکي وايي، طالبانو تراوسه د خپل حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې هېڅ کوم شرط نه دی پوره کړی او په راتلونکي کې یې هم د ژمنو عملي کول لرې برېښي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیاسي چارو شنونکی مصطفی عليزاده وايي، که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېږي او د نړیوالې ټولنې شرطونه پوره نه کړي، حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي او هغه مهال به بیا افغانستان له سیاسي او اقتصادي ناورین او بالاخره کورنۍ جګړې سره مخ شي.
- روسیه: که د طالبانو حکومت پراخبنسټه وي، د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کوو
- چین د طالبانو له لوري د لنډمهالي حکومت جوړېدو هرکلی کړی
- ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: طالبان په رسمیت پېژنو، خو ژمنې به عملي کوي
یو بل سیاسي شنونکی اکرم عارفي هم ټینګار کوي چې د ډیپلوماټیکو اړیکو نه موجودیت او د نورو هېوادونو له خوا د طالبانو پر حکومت د بندیزونو لګېدل به نه یوازې افغانستان منزوي کړي، بلکې هېواد کې به د ناورین لمنه نوره هم پراخه کړي.
د سلاموطندار پښتو ټویټرپاڼه هم وڅارئ
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې نږدې یوه میاشت وروسته تراوسه د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالبانو له خوا اعلان شوې کابینه هم د نړیوالې ټولنې له منفي غبرګونونو سره مخ شوې ده.