د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د طالبانو له لوري د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په صورت کې به د دغه هېواد استازي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. لاوروف پرون وویل چې روسیې د طالبانو د حکومت د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنلیک ترلاسه کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «مونږ غواړو د یوه داسې حکومت له جوړېدو څخه ملاتړ وکړو چې د افغانستان د ټولنې له هغې ډلې طالبان او له پښتنو پرته، هزاره، اوزبیک او تاجک پکې شامل وي. یوازې یو ټول ګډونه حکومت کولای شي چې د نوي ژوند ډاډ در کړي.»

د سرګي لاوروف په وینا، روسیه د یو ټول ګډونه حکومت د تشکیل او تضمین څخه خوښي څرګندوي او په داسې حال کې به د افغانستان پر وضعیت له اغېزمنو هېوادونو سره به په دغو مراسمو کې یوځای ګډون کوي.

د یو لړ راپورونو پر بنسټ، طالبانو له روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې او قطر ته بلنه ورکړې چې د دوی د نوي اعلانېدونکي حکومت په مراسمو کې ګډون وکړي.



طالب مشرانو له دې وړاندې ویلي چې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو لګیا دي او د هېواد ټول ملیتونه به پکې ونډه ولري.

 له دې سره هم‌مهاله، چین ویلي چې د یوه ټول ګډونه، پراخ، او د یوه انډولیز لرونکي کورني او بهرني سیاست چې له خپلو ګاونډیانو سره په ښو شرایطو کې ژوند وکړي، ملاتړ کوي.

خو دغه هېواد تراوسه د طالبانو د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د بلنلیک په اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 د طالب چارواکو د معلوماتو پراساس، تمه ده نوی حکومت په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي. له دې وړاندې ګڼو هېوادونو ویلي وو، د طالبانو حکومت جوړېدو او کړنو ته په کتو به د دوی د رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام