د بریکس غړو هېوادونو روسیې، هند، چین، برازیل او سوېلې افریقا پرون د افغانستان په اړه ان لاین غونډه جوړه کړې وه او په دغه ناسته کې یې وویل چې طالبانو د خپلو څرګندونو خلاف ټول ګډونه حکومت نه دی جوړ کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بریکس غړو هېوادونو د یوې ګډې وینا پاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتنه کړې چې پراخ بنسټه او ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او له دې لارې د افغانستان ستونزې هوارې کړي.

په همدې حال کې دوی له طالبانو غوښتنه وکړه چې د بشر او ښځو حقونه خوندي کړي، له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین چې په دغه ناسته کې ګډون وکړی و، ټينګار وکړ چې د بریکس غړي هېوادونه نه غواړي افغانستان یې ګاونډیو ته یو ګواښ پاتې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام