Asset 1SWN

سمنګانو کې ځانمرګی بريدګر موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو

انتحاری-oyl8scqxz5prt10zy7o7u2v9k3ot2oua06rodj7fkk

 

سمنګانو ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، په دې ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر نيول شوی دی.

د ياد ولایت د امنيې قومندانۍ وياند منیر رحیمي وايي، ځانمرګی بريدګر چې غوښتل يې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي چې عبدالقیوم نومېږي.

د رحيمي په وينا، ياد کس دره‌صوف ولسوالۍ ته روان و چې «حضرت‌سلطان» ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پوليسو له لوري ونيول شو.

د معلوماتو له مخې ځانمرګی بريدګر د کونړ ولايت اوسېدونکی دی.

عبدالقیوم په خپل اعتراف کې ويلي چې ۴۰ ورځې يې کونړ ولايت کې د ځانمرګي بريد روزنه لیدلې ده.

د نوموړي په وينا، ده ته لارښوونه شوې وه چې د امنيتي ځواکونو منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي.

د سمنګان ولايت پوليسو په دې اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام