Asset 1SWN

کندوز کې پر سرحدي کنډک موټربم چاودنه؛ ۵ کسان وژل شوي

Kunduz-central-square-Ok-owsw5tg2yvexvcq3zrvfxyo32doltaf72i2zbwb6vc

 

د کندوز ولایت محلي او د ولايتي شورا مسوولان وايي، د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم چاودنه شوې ده.

د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس محمدیوسف ایوبي وايي، طالبانو نن سهار امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له چاودېدونکيو توکيو ډک موټر ته چاودنه ورکړې. د نوموړي په وينا، اوس مهال د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي دا خبر تاييدوي او سلام‌وطندار ته وايي، تر اوسه پورې د چاودنې څرنګوالی معلوم نه دی او څېړنېز ټيم دا موضوع څېړي.

نوموړی هم وايي، اوس مهال د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

یوه امنیتي سرچینه د نوم نه خپرېدو په شرط سلام‌وطندار ته وايي، د سرحدي ځواکونو په کنډ د موټر بم برید چاودنه کې تر اوسه ۵ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

سرچینه وايي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر ډېر دی او یو شمېر کسان تر چاودنې وروسته تر ورانیو لاندې پاتې دي او زياتوی چې مرستندويه ځواکونه سيمې ته رسېدلي.

خو د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستيال هادي جمال وايي چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې یو ځانمرګي برید ګر غوښتل چې له چاودېدونکيو توکو ډک موټر ته امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک چاودنه ورکړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي اردو ځواکونو له لوري پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

د نوموړي په خبره، له چاودنې وروسته بریدګرو له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره جګړه پیل کړې چې یو شمېر بریدګر وژل شوي او څو تنه یې له سیمې تښتېدلي دي.

د سلام وطندار راډیو خبریال حکیم حساس د امام صاحب ولسوالۍ ۵۰ بستريز روغتون ته تللی وايي، د امنیتي ځواکونو ډېر شمېر مړي او ټپيان ياد روغتون ته ور وړل شوي دي؛ خو امنيتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې خبرې ورسره وکړي.

نوموړی وايي، وضعيت ښه نه دی او  لا هم د دواړو لورو ترمنځ د ډزو او هاوان مرمیو توغولو غږونه اورېدل کېږي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام