Asset 1SWN

کندوز؛ پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

Kunduz-central-square-Ok-owsw5tg2yvenn21ytqj7oer2vggi6cflrrc2bf1pck

 

دا پېښه نن سهار د کندوز ښار «شورابي» سيمه کې شوې ده. د يادې کورنۍ نږدې خپلوان سلام‌وطندار ته وايي، د يادې مرمۍ د لګېدو له کبله د ۲ ماشومانو، يوې مېرمن او يوه هلک په ګډون په کې ۴ کسان وژل شوي دي.

د دوی په وينا، د هاوان ياده مرمۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله پر يوه هستوګنيز کور لګېدلې ده.

د يادې کورنۍ خپلوان وايي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا مرمۍ د امنيتي ځواکونو له لوري توغول شوې او که د طالبانو له لوري.

خو کندوز کې يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، دا هاوان ياده مرمۍ طالبانو هغه مهال ويشتلې چې کله امنيتي ځواکونو پر طالبانو عمليات کول.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې او دوه نجونو په ګډون ۴ کسان وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی.

خو د کندوز د امنيې قومندانۍ وياند هجرت‌الله اکبري وايي، د ياد هاوان د لګېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ ملکيان وژل شوي دي.

د اکبري په وينا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ کسان نور ټپيان شوي هم دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام