Asset 1SWN

بلخ کې ټرافیکي پېښه کې ۷کسان مړه شوي

FBE89E0A-448C-40FF-A29F-6F15F4F41BF5-002-oznidnh7uz7a1zztx6t0pdt844mvkmsog814gyq8wk

 د بلخ امنيتي مسوولان وايي، د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عادل شاه عادل سلام‌وطندار ته وايي، دا پېښه تېره ورځ مازدیګر په حلقه جر سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په وينا، پېښه هغه مهال شوې چې کله يو بار وړونکي موټر له يوه مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د عادل په وينا، په وژل شويو کې ۳ مېرمنې او يو ما شوم شامل دي.

د بلخ ولايت د امنيې قومندانۍ د وياند په وينا، د بار وړونکي موټر چلوونکی نیول شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام