Asset 1SWN

سلام وطندار

«شمال کې د ترکمنو وژنه، باج اخيستنه او تښتونه په یوه عادي کار بدل شوی»

Tukmanha-1-ozf2pulo9meao5pv4w7hgjenwzbkwoae3khqh4on7s

 

د بلخ ولایت ترکمن توکمه اوسېدونکيو نن په کابل کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال د حکومت له نه پاملرنې شکایت وکړ او ويې ویل، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د دغه قوم د ځوانانو وژل، د ماشومانو برمته نیول او ترې باج اخیستل په یوه دود بدل شوي او عادي کار ګرځېدلی دی.

معترضو ترکمنانو ټینګار وکړ چې د وسله‌والو زورواکو له خوا د دوی ګواښل او برمته نیول ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

ترکمن توکمو پر حکومت تور پورې کړ چې له دوی سره د شوي زور زیاتي د څېړلو لپاره هېڅ یوې حکومتي ادارې ګام نه دی پورته کړی.

د ترکمن قوم د پیوستون شورا غړي عبدالحمید مرادي د قومي پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل چې د دوی د برمته نیونو، امنیت خوندي کولو، متوازنې پراختیا او دولتي ادارو کې د سیاسي ګډون دوسیې باید وڅېړل شي.

معترضانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، په پراخو مدني لاریونونو به لاس پورې کړي.

د ترکمنو قوم د یووالي شورا ریيس قربان‌مراد مراد د تښتونې پېښو په اړه وايي، د انسان تښتونو ورستیو پېښو په اړه تر اوسه پورې هېڅ ډول څېړنه نه ده شوې.

د بلخ ولایت ترکمن اوسېدونکي د خپلو ماشومانو د تښتونې په اړه داسې مهال نیوکه کوي چې ۹ کلن عبدالرووف له تېرو ۳۵ ورځو راهیسې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.

ابراهیم هارون د عبدالرووف له خپلوانو څخه دی او وايي، د هغه په تښتولو سره د دې ماشوم کورنۍ هېڅ ډول روحي او جسمي ارامي نه لري.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد سلام‌وطندار ته وايي، ټاکل شوې یو ګډ کشفي او امنیتي ټیم له مرکز څخه دې ولایت ته ورشي او د تښتول شوو کسانو په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.

دې ورستیو کې په هېواد کې د ماشومانو تښتونې پېښې ډېرې شوي چې انسان تښتوونکي د هغوی په بدل کې پیسې غواړي.

د راپورونو له مخې بلخ ولایت کې تېره یوه میاشت کې دوه ماشومان او یو نارینه تښتول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام