په کندوز کې د انسان تښتونې پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کندوز ښار یو هټۍ‌وال د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو چې بیا د ډېرو پیسو په بدل کې خوشې شو.

یوه ورځ وړاندې هم د کندوز له درېیمې حوزې نه یو ۱۳ کلن ماشوم د ښوونځي له دروازې وتښتول شو. امنیتي چارواکي وايي، تښتول شوی ماشوم د کندوز د زرګرانو اتحادیې د مشر زوی دی، خو د یاد ماشوم کورنۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د کندوز ښار صرافانو او زرګرانو له تېرې یک‌شنبې راهیسې د اعتراض په بڼه کاربندیز اعلان کړی او په کندوز کې د انامنیو او برمته نیونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د کندوز ښار زرګران نوید او احمدمیلاد وايي، د حکومت محلي اداره د خلکو په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلې ده. د دوی په وینا، انسان تښتوونکي د ښار په منځ کې د صرافيو سرای ته ورځي او کسان تښتوي چې په وینا یې، دغه کار نه یوازې د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی، بلکې ژوند یې هم ور تریخ کړی دی.

د کندوز د مدني ټولنې فعال عبدالستار هم په دغه ولایت کې د ناامنیو او انسان تښتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، که د حکومت محلي اداره جدي ګامونه پورته نه کړي، وضعیت به یې له کنټرول نه ووځي.

د کندوز امنیتي چارواکي بیا د برمته نیوونکو د نیولو او د برمته شویو کسانو د خوشي کولو ډاډ ورکوي. د کندوز د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني وايي، هڅې روانې دي چې په جنايي جرمونو کې ښکېل کسان ونیول شي او په وینا یې، په تېره یوه میاشت کې یې لسګونه مجرمان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

کندوز ولایت تر دې وړاندې هم د درنو جګړو کوربه و، خو اوس د برمته نیونو او جنايي جرمونو زیاتېدو د دغه ولایت له خلکو او کسب‌ګرو خوب وړی دی.

د کندوز اوسېدونکي او کسب‌ګر د حکومت له مرکزي او محلي ادارو غواړي چې د خلکو ستونزو ته پام وکړي او په دغه ولایت کې د انسان‌ تښتونو په ګډون د نورو جنایي جرمونو مخه ونیسي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام