په کندوز کې یوشمېر ځوانان او فرهنګیان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله دغه ولایت کې د مطالعې فرهنګ د پام وړ پیکه شوی دی.

دوی زیاتوي چې دغه ولایت کې ګڼ‌شمېر ځوانان د کتاب مطالعې او پېر پرځای په ټولنیزو رسنیو کې بوخت دي چې دا چاره به پر دوی منفي اغېز وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کندوز فرهنګ‌پال محمد صوفي‌زاده وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د مطالعې فرهنګ او کتاب لوستل، له‌منځه تللي او له مطالعې سره د ځوانانو مینه کمرنګه شوې ده.

د صوفي‌زاده په وینا، د کتاب لوستلو فرهنګ کمرنګه کېدل د دې لامل شوي چې ګڼ‌شمېر کتاب پلورونکي خپل پلورنځي وتړي او بل کار ته مخه کړي.

نوموړی له ځوانانو غواړي چې د ورځنیو بوختیاوو ترڅنګ لږ وخت کتاب لوستلو ته هم ځانګړی کړي.

د کندوز ښار يو ګل پلورونکى محي‌الدين وايي چې د کتاب پلورنې د کمرنګه کاروبار له امله اړ شو چې د کتاب پلورنځی وتړي او د ګلانو پلورلو ته مخه کړي.

هغه چې اوس د ګلانو پلورنځی لري وايي، ځوانان  تر ډېره ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري او له همدې لارې خپلې اړتیاوې حلوي. نوموړی زیاتوي چې ځوانان د انټرنټ له لارې ډېری کتابونه پیدا کوي او اړینه دا ده چې هر ډول وي، ځوانان باید لوست وکړي.

کندوز کې د ضیايي فرهنګي کور بنسټ مسوول ضیالحق ضیايي وايي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د اقتصادي ستونزو له امله د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو مینه کمه شوې ده.

د ضیايي په وینا، یو‌شمېر فرهنګي کدرونو هېواد پرېښودلی او ځینې نور هم د اقتصادي ستونزو له امله له هېواده د وتلو په لټه کې دي.
نوموړي هیله‌مندي څرګنده کړه چې شته فرهنګي بنسټونه دې د یو بل په همغږۍ ستونزې حل کړي.

بل‌خوا د کندوز د اطلاعات او فرهنګ رییس مطېع‌الله روحاني وايي چې په تېرو څو میاشتو کې دوی د کتاب پلور لپاره یو لړ پروګرامونه جوړ کړي وو. د روحاني په خبره، دوی په راتلونکي کې هم دغه ولایت کې د کتاب مطالعې او فرهنګي ودې په موخه یو لړ پروګرامونه ترلاسه لاندې لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې پر داسې مهال دي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا ګڼ‌شمېر فرهنګیانو، لیکوالو او شاعرانو هېواد پرېښود او ځوانان هم د یوې نامعلومې راتلونکې له امله د مطالعې او کتاب لوستلو سره مینه کمرنګه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام