کندوز کې د لبنیاتو د کارخونو یو‌شمېر مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار ښه شوی دی. دوی زیاتوي چې تولیدات یې زیات شوي او ښه پېردونکي لري.

کندوز کې د لبنیاتو د کارخونو د مسوولانو په وینا، دوی خپل تولیدات په عصري بڼه تولیدوي چې په‌کې پنېر، چکه، کوچ او نور لبنیات شامل دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کندوز کې د لبنیاتو د یوې کارخونې مسوول ګلاب‌الدین سلام‌وطندار ته وايي چې کارونه یې د تېرو کلونو په پرتله ښه شوي او ښه ګټه وټه ترلاسه کوي.

نوموړي وویل: «موږ ته ډېرې شيدې له امام صاحب ولسوالي او له شېرخان بندر سیمو څخه راځي چې له شیدو څخه لس ډوله مواد جوړوو، لکه مستې، شیدې، پنېر، فرني، پنځله ډوله مستې دي، د مېوې مستې، زیات تولیدات لرو. د دولت په همکاري راتلونکې کې غواړو چې تخار، بدخشان او بغلان ته هم صادرات ولرو.»

کندوز کې د لبنیاتو د ټولنې غړی امېد حمیدي وايي چې د یادې ټولنې په رامنځته کولو سره توانېدلي چې په لنډه موده کې بازار ته په لوړ معیار او ښه کیفیت تولیدات وړاندې کړي.

 حمیدي زیاته کړې چې په خپلو کارخونو کې یې عصري ماشینونه لګولي او نږدې راتلونکي کې به د لبنیاتو ترڅنګ بېلابېل ډول جوسونه، د انار اوبه او نور تولیدات هم ولري. د حمیدي په وینا، د دغه ولایت د لبنیاتو په فابریکه کې نږدې شل کسان پر کار بوخت دي او له همدې لارې خپل اړتیاوې برابروي.

نوموړي وویل: «د بازار په برخه کې موږ له مسوولانو غواړو چې هغو برخو کې له قول‌اردوګانو سره تړونونه وکړي چې ورته اړتیا لري. هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري، باید له موږ یې واخلي، ځکه ښه تولیدات لرو، موږ غواړو چې ښار کې د نورو غرفو په جوړولو سره خپل تولیدات زیات کړو.»

د کندوز یو اوسېدونکی  عظیم‌الله وايي چې دغه ولایت کې د لبنیاتو فابریکې زیاتې شوي او که حکومت یې ملاتړ وکړي، تولیدات به یې نور هم زیات شي.

نوموړي وویل: «زه له لبنیاتو استفاده کوم. تل یې اخلم. موږ د اوړي په موسم کې چکه خوړو ،کندوز ښه چکه لري. موږ په اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې یې هرومرو اخلوو. لبنیات هم ارزانه دي. موږ شیدې اخلو چې یو مرتبان یې شل افغانۍ ده. موږ له دولت غوښتنه کوو چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې څاروي لري، دا کار باید وکړي، ځکه شیدې ویټامینونه لري او ډیرې  ګټورې دي.»

د کندوز د کرنې ریاست د مالدارۍ امر نجیب‌الله حسن وايي، د یاد ولایت هوا د څارویو لپاره مناسبه ده او له همدې امله کندوز کې ګڼ‌شمېر خلک پر مالدارۍ بوخت دي.

نوموړي همداراز وویل چې دوی د موسسو په همکاري مال لرونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي چې څارویو ته یې د ناروغیو ضد واکسین او د خوراکي توکو ورکړه شامله ده.

نوموړي وویل: «کندوز کې د لبنیاتو ۱۵ خصوصي فابریکې فعالې دي چې هره ورځ ۶۰۰۰ لېټره شیدې پروسیسوي او بازار ته یې وړاندې کوي. د جګړو پرمال د لبنیاتو ټولنه تړل شوې وه چې اوس بیاپرانېستل شوې او هره ورځ ۲۰۰۰ لېټره شیدې پروسسوي چې مستې، قیماق، پنېر او چکه ترې جوړوي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

کندوز کې داسې مهال د لبنیاتو فابریکې د تولیداتو بازار تود شوی چې د تېر یوه کال پرمهال دغه ولایت کې کلالي، اهنګري او نورې فابریکې له فعالیته لوېدلې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام