د پکتيا د ولايتي شورا او مدني ټولنو استازي وايي، پکتیا د جغرافيې او د وګړو شمېر له مخې د سوېل ختیځ زون مرکزي ولایت دی، خو لا هم په‌کې د ۴۲ کاله پخوانۍ سروې پر بنسټ خدمتونه وړاندې کېږي چې د خلکو لپاره بسنه نه کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا ریيس عبدالمالک ځاځی او ټولنيز فعال ساحل منګل وايي، په تېرو څو کلونو کې د ولايت د لومړۍ درجې د تشکيل او د وګړو د شمېر له مخې، د خدمتونو غوښتنه کړې، خو لا هم نه ده منل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د پکتیا اوسني امکانات د دغه ولایت لپاره بسنه نه کوي او حکومت باید په‌کې نوې سرشمېرنه وکړي، څو پر بنسټ یې خلکو ته د لازمو خدمتونو وړاندې کولو لپاره امکانات برابر کړي.

دوی زیاتوي، د پکتیا د وګړو شمېر اوس له یو میلیون څخه اوښتی، خو دولت ورته امکانات د پخوانیو وګړو د شمېر پر بنسټ ورکوي چې په وینا یې، دغه کار د پکتیا پر بیارغونې او ټولنیزو چارو منفي اغېز کړی دی.



د پکتيا د احصايې او معلوماتو ریاست د وګړو د ثبت آمر سيداجان بسمل سلام‌وطندار ته ویلي، اوس د دغه ولایت کره سرشمېرنه نه لري او هر کال د وګړو پر پخوانۍ سرشمېرنې دوه‌نیم سلنه په اټکلي توګه ور زیاتوی چې پر بنسټ یې، اوس د دغه ولایت د وګړو شمېر له شپږسوه زرو نه اوړي.

د پکتيا د ولايتي ادارې مسوولان هم وايي چې اوس د بېلابېلو دولتي ادارو د بشري معلوماتو پر بنسټ چې د مشخصو فورمونو له لارې را ټول شوي، د دغه ولایت د وګړو شمېر له یوولس سوه زرو اوړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي وايي، اوسنی نفوس تر پخواني څو برابره زيات دی او باید خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د امکاناتو او سرچینو کچه هم لوړه شي. هغه هم په پکتیا کې د بیاځلي سرشمېرنې غوښتنه کوي.

پکتيا د سوېل ختيځ زون مرکز دی چې ولسمشر محمداشرف غني دوه‌نیم کاله وړاندې دغه ولایت ته د سفر پر مهال د تېر او د ده د واکمنۍ پر مهال د حکومتي ادارو پر نه پام د خواشینۍ تر څنګ، اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې وه چې پکتيا ته د لومړۍ درجې ولایت امکانات او تشکيل ورکړي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام