Asset 1SWN

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ښځو پر کار له بندیز وروسته ۹۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

مراکز-صحی

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت له بندیز وروسته ۹۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او په دې سره خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی کم شوی دی.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په دغو ۹۷ مرکزونو کې ۷۹ ګرځنده ډلې او د نوملیکنې ۱۸ مرکزونه شامل دي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته یې خپل فعاليتونه کم کړي یا یې هم درولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغو مرکزونو د فعالیت بندېدو سره بېړنیو روغتیايي او مهمو خدمتونو ته د ۵۰۰ زره افغانانو لاسرسی محدود شوی دی.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د دغه وزارت په جوړښت کې شته روغتیايي مرکزونه له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکوي، خو په وینا یې، د هغو موسسو فعالیت چې روغتیايي برخه کې فعالې وې، د ناسم پوهاوي له کبله ځنډول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي چې یادو موسسو چې ځان یې سم نه‌دی پوهولی، خپل فعالیتونه درولي او ځینو هغو خو یې بېرته فعالیت هم پیل کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د تړل شویو روغتیايي مرکزونو له ډلې ډېری یې ګرځنده ډلې دي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې یې خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسول.

بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پخوانی مرستیال فدامحمد پیکان د افغانستان په روغتیايي برخه کې د ګرځنده روغتیايي ډلو پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، د هېواد روغتیايي نظام لا پیاوړتیا ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي مرکزونو او ګرځنده روغتیايي ډلو د فعالیت درېدل د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې د ژمي په اوسنۍ سړه هوا کې خلک روغتیايي خدمتونو او امکاناتو ته ډېره اړتیا لري.

که څه هم ګڼ‌شمېر افغانانو تر دې مخکې هم لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، خو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې هېواد کې د روغتیا سکټور خپل بهرني ملاتړي له لاسه ورکړي، دغه سکټور او خلک لا زیانمن شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام