د جوزجان ولايت سلګونو اوسېدونکيو چې له درې ورځو راهيسې يې د جوزجان‌-‌بلخ لويه لاره تړلې، نن يې د بلخ ولايت د محلي چارواکيو د استعفا غوښتنه وکړه.

معترضانو د خپل اعتراض په درېيمه ورځ د اقچې ولسوالي درې لارې کې خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې روانه بې‌غوري دوام وکړي، موټرونو ته به اور واچوي او مدني نافرمانيو ته به لاس کړي.

د افغانستان د ترکمنو همغږۍ د اسلامي شورا رييس محمدموسی قرقین سلام‌وطندار ته وايي، سره له دې چې د عبدالرووف له تښتولو څه باندې ۱۰۰ ورځې کېږي؛ خو حکومت په دې برخه کې هېڅ اغېزمن ګام نه دی اخیستی.

د جوزجان‌-‌بلخ لویه لاره

د قرنين په وينا، د افغانستان ترکمن د بلخ ولايت د محلي چارواکيو استعفا او له انسان تښتوونکيو د عبدالرووف خوشې کېدل غواړي؛ که نه نو د هر ډول ناوړو پايلو مسوول به حکومت وي.

د جوزجان د اقچې ولسوال غلام‌سخي سبحاني هم مني چې معترضانو د جوزجان‌-‌بلخ لویه لاره تړلې ده. بله‌خوا سلګونه موټر د جوزجان‌-‌بلخ لویې لارې دواړو خواوو ته له ساعتونو راهیسې ولاړ دي او د تګ‌راتګ اجازه نه لري.

په همدې حال کې د فارياب يو شمېر ترکمنانو هم د عبدالرووف را خوشې کولو په اړه اعتراض وکړ او د اقینې بندر لویه لاره يې وتړله.

د فارياب ترکمن

د فارياب د اندخوی اوسېدونکی سردارمحمد وايي، تر هغه چې عبدالرووف خوشې نه‌شي، دغه لار به تړلې وي. د نوموړي په وينا، حکومت بايد هر څه ژر عبدالرووف له انسان تښتووکيو راخوشې او کورنۍ ته يې وسپاري، که نه نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

عبدالرووف چې ۹ کاله عمر لري، شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د مزارشریف ښار له څلورمې امنیتي حوزې نه د وسله‌والو له لوري چې نظامي جامې یې اغوستې وې، وتښتول شو. انسان‌ تښتوونکو د هغه له تښتولو وروسته  د عبدالرووف له کورنۍ نه دوه میلیونه ډالره وغوښتل او تر اوسه یې دغه ماشوم نه دی خوشې کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام