غوریانو د غور‌-‌کابل او غور‌-‌هرات پر لویو لارو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې او دفاع په موخه یاده لاره وتړله. د غور اوسېدونکي او د ولایتي شورا یوشمېر غړیو د دغه ولایت په لعل‌وسرجنګل ولسوالي کې لومړی یوه شورا جوړه کړه او بیا یې د همدغې شورا د پرېکړې له مخې، د ۷ مسافرو د وژلو په غبرګون کې د غور‌-‌کابل لویه لاره وتړله.

دوی د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره چې څلور مادې یې لرلې وویل، تر هغه به یاده لاره تړلې وساتي چې امنیت یې نه وي ټینګ شوی او خلک خپلو غوښتنو ته نه وي رسېدلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وايي، د لعل‌وسرجنګل ولسوالي قومي مشرانو له هغه وروسته د غور‌-کابل‌ او غور‌-‌هرات لویو لارو د تړلو پرېکړه وکړه چې دولت یې د امنیت ټينګښت په برخه کې غوښتنو ته پام ونه کړ.



د هغه په وینا، د غور اوسېدونکي له دولت څخه نه یوازې د قربانیانو لپاره عدالت غواړي، بلکې هیله لري چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالي او د فېروزکوه ښار له قومي مشرانو سره د یادو لارو د امنیت ټینګښت په اړه ستره غونډه جوړه کړي، څو نور پر لویو لارو د بې‌ګناه وګړو د وژلو پېښې تکرار نه شي.

خو د غور والي عبدالظاهر فیض‌زاده که څه هم د لعل‌وسرجنګل ولسوالي د اوسېدونکو غوښتنې پر ځای ګڼي او د شته ستونزو پر حل ټینګار کوي، خو د لویو لارو تړل کېدل ناسم بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې خپلې غوښتنې د خبرواترو له لارې له ولایتي چارواکو سره شریکې او ورته حل‌لارې ولټوي. هغه زیاتوي، ټاکل شوې پر یادو لارو د «تسرقي» او شینه کوتل په سیمو کې دوه امنیتي مرکزونه جوړ شي.

د یادونې ده چې له یوې میاشتې په کمه موده کې ۷ هزاره‌ګان د غور‌-کابل او غور‌-هرات پر لویو لارو وژل شوي دي. دولت دغه کار د طالبانو بولي، خو دا ډله په‌کې خپل لاس لرل نه مني.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام