په لوګر کې یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، وسله‌وال طالبان پلان لري چې پر پل‌علم ښار ډله‌ییز برید وکړي او دغه ښار ونیسي. سرچینه وايي، د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله د ښار امنیتي کمربند مات شوی، لسګونه امنیتي پوستې سقوط شوي او د ولایت لومړۍ درجه امنیتي او ملکي چارواکي، د ولایتي شورا غړي، د مدنې ټولنې غړي، ژورنالېستان او لسګونه سوداګر د پل‌علم ښار د سقوط له وېرې ښار پرېښی دی. د سرچینې په وینا، په ښار کې سخته وېره خپره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر اوسېدونکو کامران او ذبېح‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې له کوچني اختر وروسته د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او هره شپه د افغان ځواکونو امنیتي پوستې سقوط کېږي. دوی زیاتوي، د پل‌علم ښار د ناامنه کېدو او سقوط له اوازو وروسته ډېری دولتي ادارې، خیریه بنسټونه او سوداګریز مرکزونه تړل شوي او خلک د جګړې له وېرې پل‌علم‌ ښار ته نه راوځي. د لوګر دغه اوسېدونکي اندېښنه لري چې دغه ولایت د طالبانو لاس ته ونه لوېږي او عامه او د خلکو شتمنۍ لوټ او له منځه ولاړې نه شي.



بله‌خوا د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب‌الله ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل چې ځايي مسوولان د دغه ولایت د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او که حکومت ورته پام ونه کړي، ناورین به جوړ شي. د هغه په خبره، وروستیو ناامنیو او ترورونو د خلکو پر روحیې ناوړه اغېزه کړې او همدا لامل دی چې د ولایت پرېښودو ته اړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د لوګر نوی امنیه قوماندان شفیق‌الله سحر وایي، افغان ځواکونه تر پخوا پياوړي شوي او کولای شي چې د وسله‌والو طالبانو د هر ډول بریدونو مخه ونیسي. نوموړی زیاتوي، د پل‌علم ښار ناامنه ښودل د وسله‌والو تبلیغات دي او هېڅکله به دغه ښار د هغوی لاس ته ور نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د محمداغې ولسوالي د واغجان بازار چې شاوخوا دوه زره هټۍ لري، د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړې له وېرې تړل شوی او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د لوګر په مرکز پل‌علم ښار، بره‌کي برک او محمداغې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو څو پوستې له لاسه وتلې دي.

که څه هم چاورواکي وايي چې پوستې یې له لاسه نه دي ورکړي، بلکې تکتیکي شاتګ یې ترې کړی، خو وسله‌والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په لوګر کې یې ځینې پوستې نیولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام