د بهرنیو چارو وزیر محمد‌حنیف اتمر نن یوې خبرې ناستې ته وویل چې هالند هېواد ته د سفر په ترڅ کې یې د جرمونو له نړیوالې محکمې  غوښتي، څو د کابل د ۱۳امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر  ولایت مرکز پل عالم اړوند لومړۍ ناحیه کې د شویو بریدونږ څېړنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر په خبره، د جرمونو نړیوالې محکمې سره د افغان پلاوي په لیدنه کې دواړه لوري په دې سره هوکړې ته رسېدلي چې له یو بل سره د همکارۍ پر مټ کولای شي د قانون او جرمونو پر وړاندې د بښنې دود له منځه یوسي.

د بهرنیو چارو وزیر  وویل، د جرمونو نړیواله محکمه او افغان دولت هوکړې ته رسېدلي، څو د افغانستان او نړیوالې محکمې تر منځ د مستند جوړونې، ارزونې او څېړنې لپاره یو ګډ نظام رامنځته کړي.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه خبري ناسته کې اتمر پر سیدالشهدا ښوونځي برید او د لوګر پېښه ستر جنګي جنایت وباله او زیاته یې کړه چې نه یوازې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د شویو جرمونو څېړنه به کېږي ورسره به د دشت برچي، شمالي، جلال اباد او کندهار په څېر او هغه ټول جرمونه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوي په اړه به یې څېړنه او ارزونه وشي.

بلخوا په دغې خبري ناسته کې د عدلیې وزیر فضل‌احمد معنوي وايي چې افغانان باید د هېواد د شویو جنګي جرمونو د څېړنې او هواري په برخه کې له هر پرمختګ خبر شي.



معنوي وايي، دوی له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې له افغانستان سره همکاري وکړي، څو جنګي دوسیې وڅېړل او  عاملینو ته یې سزا ورکړل شي. معنوي زیاته کړه، هېڅوک د عدالت د ټینګښت مخه نه شي نیولای.

افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی او نړیواله محکمه اړ ده، څو د ۲۰۰۳کال راهیسې په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو څیړنه او ارزونه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام