Asset 1SWN

د سولې په اړه د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کولو په موخه مسکو ته د حنيف اتمر سفر

3104909

د قطر دوحې کې د سولې خبرو کې د بن‌بست له ماتېدو سره هم‌مهاله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر تېر ماښام د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ مسکو ته تللی.

ياد وزارت کې مسوولان وايي، دغه درې ورځنی سفر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف په رسمي بلنه شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د حنيف اتمر له دغه سفر څخه موخه، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د افغان سولې پروسې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول او سیمه کې له تروریزم او سازمان شويو جرمونو سره د ګډې مبارزې په برخه کې د همکاریو زیاتول دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاتوي، ټاکل شوې محمد حنيف اتمر مسکو څخه د لیدنې پرمهال د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي‌لاوروف او ځینو نورو چارواکيو سره لیده‌کاته ‌وکړي.

دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې ویلي و، طالبان د افغانستان د خاورې له څلورو څخه پر درېیو برخو کنټرول لري او دغې ډلې سره د جوړجاړي یوازینۍ لار، افغانستان کې د انتقالي حکومت رامنځته کول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام