Asset 1SWN

د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف څخه د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ غوښتنه

وزارت-صحت-qnqyhd225xyyzsh9joh1ba3jypyjpbfx9ngtdep47c

د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې له عمومي رییس حنان حسن بلخي او د یونیسف له استازي سره د لیدنې پر مهال په ولسوالیو کې د روغتونونو او په افغانستان کې د ساري ناروغیو د کنټرول او د روغتیايي سېسټم پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

قلندرعباد په دې کتنه کې زياته کړې چې د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د ګوزڼ له منځه وړلو او خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د روغتيا نړيوال سازمان دوامدارې همکارۍ ته اړتيا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د وزارت سرپرست په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې د دوامدارې همکارۍ غوښتنه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړونې، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د خدمتونو رسولو، په بشپړه توګه د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړل او د ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.»

خو د یوشمېر لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې د معياري روغتيايي مرکزونو نشتوالى او په سیمو کې یې روغتيايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی لامل کېږي چې د درملنې لپاره نورو سيمو او يا د ولايتونو مرکزونو ته ولاړ شي.

د غور د چارسدې ولسوالي اوسېدونکی شاه‌محمود او د غزني د خواجه‌عمري ولسوالي اوسېدونکی محمدعارف وايي:

«ډېرې ستونزې لرو، په څو کلیو یو کلینیک لرو؛ د ټولو کلیو ناروغان همدغه یوه کلینیک ته ورولي. ډېر کله چې ناروغان راولي، دلته درمل نه وي، لارې خرابې دي؛ درمل او ډاکټران هم کم دي.»

«دلته څو کلینیکونه شته، خو داکټران په‌کې نشته؛ درمل نشته؛ موږ له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو. موږ له دولت څخه غواړو چې امکانات راته برابر کړي؛ ډاکټران، درمل او هر څه راته برابر کړي.»

خو يوشمېر روغتيايي کارپوهان بیا وايي چې په لرو پرتو سيمو کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د نه لاسرسي او ترې د هغوی بې‌برخې‌والي ستونزه په بنسټيزه توګه په نړيوالو مرستو نه‌ هوارېږي او په وینا یې، اوږدمهاله پلانونو او جوړښتونو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت پخوانی مرستیال فدامحمد پیکان وايي: «له بده مرغه افغانستان غرنی هېواد دی؛ د وګړو تیتوالی د روغتیايي خدمتونو رسولو برخه کې لویه ننګونه ده. نړیوالې مرستې په لنډ مهال کې د خلکو درد دوا کوي؛ نو په‌کار ده چې لپاره یې بنسټیز کار وشي.»

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې ناسته کې د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف استازیو د افغانستان له روغتیايي برخې سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام