د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف څخه د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ غوښتنه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې له عمومي رییس حنان حسن بلخي او د یونیسف له استازي سره د لیدنې پر مهال په ولسوالیو کې د روغتونونو او په افغانستان کې د ساري ناروغیو د کنټرول او د روغتیايي سېسټم پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د شري واکسین کمپاین پیلېدل؛ څه باندې یو میلیون ماشومان واکسین کیږي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي. دغه سازمان وايي، د شري ناروغۍ د واکسین تطبیق کمپاین د روانې مارچ میاشتې له ۱۲ څخه پیل شوی او تر ۱۷ پورې دوام کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د شري ناروغۍ د واکسین دغه کمپاین کې څه باندې ۱.۲ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۵۹ میاشتو وي، د هېواد ۲۴ ولایتونو کې واکسین کیږي.