د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي، په قزاقستان کې روانه ناامني او بې‌ثباتي کولای چې د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي. دوی ټینګار کوي، که په قزاقستان کې اوسنی حالت دوام پیدا کړي، نو افغانستان ته به له یاد هېواد څخه واردات او صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیام پسرلی وايي چې افغانستان خپل لومړي توکي او اوړه له دغه هېواد څخه راواردوي چې ارزانه ورته تمامېږي او په دغه هېواد کې وروستۍ ناامنۍ د دې لامل شوي چې افغانستان ته له دغه هېواد څخه واردات او هېواد څخه قزاقستان ته صادرات له ستونزه سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز زیاتوي چې افغان پانګوال اوس په قزاقستان کې دي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د اقتصادي چارو یو بل کارپوه سیف الدین سیهون هم په دې باور دی، که د قزاقستان څخه د خوراکي توکو بله بدیله لاره پیدا نه‌شي، د توکو بیې به لوړې او په هېواد کې به د ډېر اقتصادي بحران لامل شي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د اسلامي امارت د اړوند چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

 په قزاقستان کې د سوند توکو د بیو لوړوالي له امله تېره اوونۍ په دغه هېواد کې پراخ لاریونونه پیل شول چې تراوسه په دغه لاریونونو کې د پولیسو په ګډون ګڼ‌شمېر لاریونوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې اعتراضونو په دوام سره، د قزاقستان ولسمشر امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې له معترضانو سره جدي چلن وکړي او په همدې حال کې يې د امنیتي تړون سازمان هېوادونو او روسیې څخه وغوښتل چې هېواد ته يې امنیتي ځواکونه ور ولېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام