Asset 1SWN

افغانستان کې په خپل سر د انټي‌بیوټیکو کارېدل؛ د روغتیا سازمان: ناوړه پایلې لري

آنتی+بیوتیک

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د خپلسرو درملو، په تېره د انټي‌بیوټیک درملو کارولو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا د انسان روغتیا ته ګواښ پېښوي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې د مېکروبونو ضد او انټي‌بیوټیک درملو د کارونې په اړه د پوهاوي ورکولو اوونۍ په مناسبت پر ټویټر لیکلي: «د انټي‌بیوټیک ډېر کارول د انسانانو په بدن کې د مقاومت جوړولو لامل کېږي او افغانستان کې په بې‌مخینې توګه د انټي‌بیوټیکو کارول د انسانانو روغتیا ته ګواښ پېښوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو یوشمېر کابل ښاریان بیا وايي چې افغانستان ته راوړل کېدونکي درمل بې‌کیفیته دي او دوی اړ دي چې د خپل درد کمولو لپاره انټي‌بیوټیک وکاروي.

د کابل اوسېدونکي نسرین ستوده او عبدالرحمان وايي:

«مور مې روغتون کې ده او ډاکټران هم همدا انټي‌بیوټیک ورکوي؛ ځکه ډېر درد لري، خو انټي‌بیوټیک دا درد کموي. د بدن مقاومت لوړوي او افغانستان کې درمل هم بې‌کیفیته دي چې ناروغان دې پرې ژر روغ شي.»

«د درملو ټیټ کیفیت او ناچاري لامل کېږي چې خلک ډاکټر ته ور نه‌شي او ډېر کله انټي‌بیوټیک وکاروي.»

په همدې حال کې د خوړو او درملو ادارې ویاند جاوید هژير وايي، انټي‌بیوټیک درمل په ځانګړو مواردو کې کارول کېږي او دغه اداره درملتونونو ته اجازه نه ورکوي چې پر خلکو بې‌کیفیته درمل وپلوري.

دا اداره زیاتوي چې هېواد کې هېڅ درملتون ته اجازه نشته چې د ډاکټر له نسخې پرته ناروغانو ته درمل ورکړي.

بله‌خوا د فارمسۍ یا درمل جوړولو برخې کارپوه شفیق‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې اومیندواره مېرمنې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي کسان باید انټي‌بیوټیک درمل ونه کاروي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، د انټي‌بیوټیکو ډېر او په خپل سره کارول د تبې، خواګرځېدو او نورو بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او په‌کار ده چې په خوړلو کې یې احتیاط وشي.

په افغانستان، په تېره په لرې پرتو کلیو کې ګڼ‌شمېر ناروغان په خپل سر د انټي‌بیوټیکو په ګډون، هر ډول درمل کاروي او ډېری یې د دغو درملو د کارولو له کبله د ورته پېښو زیانونو په اړه هم پوهاوی نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام