د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې ده. د راپورونو له مخې، نوموړي د تېرې جمعې په ورځ له خپلې دندې استعفا کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم منلې چې د زلمي خلیلزاد استعفا منل شوې او پر ځای یې د هغه مرستیال ټوماس وېسټ ټاکل شوی دی.

زلمی خلیلزاد د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی و او په دغه هېواد کې له ټاکنو وروسته د جو بایډن حکومت هم هغه پر خپلې دندې پرېښود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خلیلزاد له طالبانو سره په میاشتو-‌میاشتو خبرواترو سره ونه توانېد چې د افغانستان قضیې ته سوله‌ييزه حل‌لاره ومومي او طالبانو بالاخره په زوره د واک چارې په لاس کې واخیستې.

زلمي خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرواترو مشري کوله او د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې یې له طالبانو سره په دوحه کې د افغان حکومت په نه موجودیت کې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

هغه څه موده مخکې د زور له لارې د طالبانو واک ته رسېدو په اړه ویلي و چې له دې ډلې سره یې هوکړه کړې کړې وه چې په زوره به کابل ته نه ننوځي، خو په وینا یې، پخواني ولسمشر محمداشرف غني دا پلان ګډوډ کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لومړنۍ رسمي ناسته وشوه، خو خلیلزاد په‌کې ګډون نه درلود.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام